د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائيل په لبنان باندې هوايي بریدونه کړي


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی

د اسرائيل مقاماتو د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۸ (حوت نهمه) وویل چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله ډلې د وسلو په ځایونو هوايي بریدونه کړي‌ او په اسرائيل باندې یې د څو توغول شویو راکټونو مخه نیولې ده.

د اسرائيل په دغو هوايي بریدونو کې حد اقل دوه تنه وژل شوي دي.

د لبنان دولتي اژانس (NNA) ویلي دي: «د دښمن الوتکو د صدیقین او کفره په ښارګوټو باندې بریدونه کړي... د کفره په ښار کې یې دوه تنه وژلي او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.»

د اسرائيل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «د لبنان له شمال څخه حد اقل لس توغول شوي توغندي پېژندلي» او د «دافع هوا ځواکونو یې شنډ» کړي دي.

د اسرائيل پولیس وايي چې د «کریات شمونا» کې ځینې سیمې ویجاړې شوې، خو انساني تلفات او زیان نه دی اوښتی دی.

د حزب الله ډله د حماس ملاتړې ده او د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې نژدې هره ورځ له اسرائيل سره د ډزو تبادله کوي.

د حماس ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پوځي څانګې یې د اسرائیل د پوځ په دوو مرکزونو د راکټونو بریدونه کړي دي. اعلامیه وايي چې دا بریدونه یې په غزې کې اسرائيل د عملیاتو په لبنان کې د دغې ډلې د مشرانو د وژلو د غچ اخیستو لپاره کړي دي.

د جنورۍ په میاشت کې په لبنان کې په یو هوايي برید کې د حماس مرستیال صالح العروري او شپږ تنه نور ووژل شول. د امریکا د دفاع وزارت وايي اسرائيل دا برید کړی و. دا د غزې د روانې جګړې له پیل راهېسې د حماس تر ټولو لوړ پوړی مقام دی چې د اسرائيل په برید کې وژل کېږي.

په همدې حال کې په غزې کې د حماس تر واک لاندې عامې روغتیا مقامات وايي چې د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په تازه بریدونو کې ۷۶ تنه وژل شوي دي. د مقاماتو په وینا د تېرکال د اکتوبر له اوومې راهېسې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه ۲۹۹۵۴ تنه وژل شوي او څه باندې ۷۰زره نور ژوبل دي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د حماس په بریدونو کې د اسرائيل د مقاماتو په وینا ۱۱۴۰ اسرائيلیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې هلې ځلې روانې دي چې په روژه کې د دواړو خواو ترمنځ اوربند وشي.

په دغه راپور کې د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG