د لاس رسي وړ اتصالات

اڅکزی: افغانستان دې د خپلې خاورې د امن ساتنې لپاره ژر تر ژره جرګه وکړي


پښتونخوا ملي عوامي ګوند هر کال د ډسمبر پر دويمه د خپل ګوند د بنسټګر او د پښتنو د ملي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي تلين د يو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند هر کال د ډسمبر پر دويمه د خپل ګوند د بنسټګر او د پښتنو د ملي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي تلين د يو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځي.

په پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر افغانستان غږ کړی دی چې د خپلې خاورې د امن ساتنې لپاره دې ژر تر ژره يوه جرګه جوړه کړي.

نوموړي د ډسمبر پر دويمه (ليندۍ ۱۲) په کوټه ښار کې د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۵۱ تلين په مناسبت د لسګونه زره خلکو يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې د هغه ګوند د بلوچستان په پښتون مېشته سيمو کې د ولسي جرګو لړۍ پيل کړې ده نو افغانستان هم بايد جرګه وکړي.

هغه وویل: "افغانستان بايد ډېر ژر د خپل وطن د امن ساتنې لپاره ځان ته خپله جرګه وکړي او پو هان او عالمان ټوله دې سره راغونډ شي. بيا دې له پاکستان سره هم يوه ګډه جرګه وکړي چې د دواړو ملکونو د ازادۍ او جمهوريت ساتنه وکړي."

دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۷ (لړم شپږ) محمود خان اڅکزي په کوټه کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو وربللو اعلان کړی و، او په دې لړ کې يې تراوسه د لورالايي او ژوب په حوزو کې "ولسي جرګې" کړې دي او په نورو سيمو کې يې هم د دايرولواعلان کړی دی.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د ولسي جرګو لړۍ وروسته تر هغه پیل شوې چې هلته په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې نه يوازې خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده بلکې د هغوی مالونو او کاروبارونو ته هم زيانونه پکې اوښتې دي.

ښاغلي اڅکزي، چې د پاکستان د حکومت مخالفه شپږ ګونديزه ايتلاف مشري هم کوي، د ډسمبر پر دويمه په خپله وينا کې پر پاکستان هم غږ وکړ چې نور دې د افغانستان له "تنګولو" لاس واخلي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان په "بربادۍ" او "بې عزتۍ" کې د پاکستان بربادي او بې عزتي ده: "نن د پاکستان سفارت يوې افغانې ښځې ته، يو افغان نارينه ته په ۱۱۰۰ ډالره ويزه ورکوي. بيا چې دغه خواران ويزه واخلي نو په چمن کې مو تلکې (دامونه) ورته درولې دي، په بولدک کې مو تلکې ورته درولي دي او پوليس يې ځوروي. دا د ښه سړيتوب لاره نه ده."

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې د هغه وخت د حکومت تر سقوط وروسته ګڼو افغانانو د پاکستان د ويزو په اخيستو کې د مشکلاتو او پاکستان ته پر داخلېدونکو لارو، په ځانګړې توګه په تورخم او چمن کې د ځورونو او ستونزو شکايتونه کړي دي.

محمود خان اڅکزي په خپله وينا کې افغانستان کې د نړيوالو لاس وهنو ته هم په اشاره وويل چې د هغوی د تګلارو په نتيجه کې افغانستان وران شوی او اوس يې بايد هغوی بېرته جوړ کړي

هغه وویل: "افغانستان د امريکا او روسيې په کش و بګير کې برباد شوی دی. په لکونه انسانان يې يتميان شوي دي، په لکونه انسانان يې ټوکر ټوکر شوي دي. ملک يې ټوک ټوک شوی دی. دوی زموږ پوروړي دي. امريکا او د امريکا انډيوالان، او روسيه او د روسيې انډيوالان، چين او جاپان پکښې، دوی چې په افغانستان کې کومې بربادۍ کړې دي، مهرباني دي وکړي، زموږ وطن دې بېرته راجوړ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځينو نورو افغان مشرانو د طالبانو پر حکومت غږ کړی وو چې د داخلي مشروعيت لپاره دې لويه جرګه راوبلي او وروسته دې د انتخاباتو له لارې يو ټولمنلی حکومت جوړ کړي.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په وار وار له نړيوالو غوښتنه کړې چې له دوی سره دې تعامل وکړي او د دوی حکومت دې په رسميت وپېژني، خو نړيوالو طالبانو ته د ټولشموله او ټولمنلي حکومت جوړولو ترڅنګ پر ښځو د بنديزونو ليرې کولو او د بشري حقونو او د بيان ازادۍ ته د ژمن پاتې کېدو غوندې شرطونه اېښې دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند هر کال د ډسمبر پر دويمه د خپل ګوند د بنسټګر او د پښتنو د ملي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي تلين د يو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځي. عبدالصمد خان اڅکزي، چې تر مرګ وروسته يې په "خان شهيد" شهرت وموند، د پاکستان له جوړېدو مخکې او بيا وروسته د پښتنو په ملي او سياسي مبارزه کې ځانګړی رول لوبولی و. هغه په بېلا بېلو وختونو کې د حکومت لخوا شاوخوا ۳۰ کاله په زندان کې تېر کړل او خپلې زياتره زده کړې يې هم هلته کړې وې.

عبدالصمد خان اڅکزي پر دې سربېره د پښتو ادب او صحافت په ډګر کې هم فعاله رول لوبولی او يوشمېر کتابونه يې ليکلي او ژباړلي دي. د ۱۹۷۳ کال د ډسمبر مياشتې پر دويمه نېټه د کوټې ښار په سيد جمال الدين افغاني واټ کې نامعلومه کسانو د شپې د هغه کور ته دوه لاسي بمونه وروغورځول او هغه يې د خوب پر مهال وواژه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG