د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ حماس ته: که د لوړې تر مراسمو پورې برمته شوي کسان خوشې نه شي، 'ناوړه عواقب' به ولري


د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه ډسمبر دویمه ( لیندۍ ۱۲) په غزې کې د حماس وسله والو ته خبرداری ورکړی که د لوړې تر مراسمو پورې یې پاتې برمته شوي کسان خوشې نه کړي، د "جدي عواقبو" سره به مخامخ شي.

ټرمپ چې د تیرې نومبر په میاشت کې یې انتخابات وګټل، په انتخاباتې مبارزو کې یې په پرله پسې توګه ویلي و چې که جمهور رئیس شي، په غزې کې به جګړه پای ته رسوي خو جزیات یې نه و ورکړی.

دی به د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتې په ۲۰ مې د مهال ویش سره سم د لوړې مراسم پر ځای کړي او د دویم ځل لپاره به د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي.

ډونالډ ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشیل کې لیکلي، "که د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۰ مې برمته شوي کسان خوشې نشي، هغه نیټه چې زه په ویاړ د متحده ایالاتو جمهور رئیس کیږم، په منځني ختیځ کې به د هغوي پر ضد چې د بشریت ضد دا جنیایت یې کړی، ناوړه عواقب ولري".

ښاغلي ټرمپ د اسرائیل سره ټینګ ملاتړ ښودلی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسیدو لپاره د موافقې غوښتنه لري.

ټرمپ د حماس ډلې ته د خبرداري په توګه لیکلي، "هغوي چې مسؤل دي، داسې سخت ګوزار به ورکړل شي چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ساری نلري".

د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار، جیک سلیوان تیره ورځ وویل په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند احتمال ډیر شوی.

ښاغلي سولیوان یکشنبه ډسمبر لومړۍ ( لیندۍ ۱۱) د سي ان ان تلویزون سره په مرکې کې وویل چې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله تر منځ د اوربند کیدو څخه وروسته په غزې کې هم د اوربند احتمال ډیر شوی.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي امنیتي چارواکي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي او په ځانګړې توګه د اوربند کیدو وړاند وینه وکړي، یوازې دومره وویل چې متحده ایالات او نور منځګړي هیوادونه "ښایي ددې فرصت ولري چې په غزې کې ۱۴ میاشتنۍ جګړه ختمه کړي".

د امریکا تر څنګ، قطر او مصر پدې خبرو کې منځګړتوب کوي او د حماس ډلې هم ویلي چې په غزه کې "اوربند ته چمتو ده" او د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اسرائیل فشار راوړي.

د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم د فرانس پرس اژانس ته وویل، "حماس په غزه کې اوربند ته چمتو دی که چیرې د اوربند وړاندیز وشي، په دې شرط چې د اسرائیل لخوا ورته درناوی وشي."

په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل حملې هغه وخت پیل شوي چې د حماس وسله والو د تیر کال اکټوبر میاشتې په سر کې د اسرائیل په جنوب کې بریدونه وکړل، نږدې ۱۲ سوه تنه یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل پلو بیا په غزې کې د اسرئیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۴۳۰ تنه وژل شوي چې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG