د نړۍ مشرانو د اسرائیل او د لبنان د حزب الله ترمنځ د اوربند د موافقې هرکلی وکړ، چې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ ۷مه) نافذ شو.
اسرائیل او د لبنان د حزب الله ډلې له دوه میاشتنۍ جګړې وروسته، د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۶، د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب پر اوربند موافقه وکړه.
متحده ایالات او فرانسه
د امریکا او فرانسې ولسمشرانو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۶مه) وویل چې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د اوربند موافقه به نه یوازې اسرائیل د سخت دریځې ډلې حزب الله له ګواښونو څخه چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، خوندي کړي، بلکې د "دوامداره ارامتیا" لپاره به شرایط رامنځته کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ګډه اعلامیه کې وویل: "د نن ورځې اعلان، په لبنان کې جګړه دروي او اسرائیل په لبنان کې د حزب الله او نورو ترهګرو سازمانونو له ګواښ څخه ژغوري."
بایډن او مکرون په ګډه اعلامیه کې دا هم ویلي چې متحده ایالات او فرانسه به په ګډه کار وکړي ترڅو د اوربند تړون په بشپړ ډول پلي شي. د دواړو هېوادونو مشرانو همداراز ټینګار وکړ چې د دې جګړې د مخنیوي لپاره هوډمن دي او پرې نه ږدي چې دا جګړه د "تاوتریخوالي په یو بل پړاو" بدل شي.
اسرائیل
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د "اوربند د موافقې د منځګړیتوب" په خاطر د متحده ایالاتو له ولسمشر څخه مننه وکړه او بایډن ته یې په ټیلفوني تماس کې وویل چې هغه د "متحده ایالاتو د مشر د درک ستاینه کوي چې اسرائیل به د هغې په پلي کولو کې د عمل آزادي وساتي. "
د اسرائیل له خوا ددې تړون له تائید دمخه، نتنیاهو وویل چې "د اوربند اوږدوالی پدې پورې اړه لري چې په لبنان کې څه پیښیږي" او دا چې اوربند به اسرائیل ته اجازه ورکړي چې په حماس فشار "سخت" کړي او د "ایران په تهدید" تمرکز وکړي.
لبنان
د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي د اوربند هرکلی وکړ او دا یې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په لور یو "بنسټیز ګام" وباله.
میقاتي د فرانسې او متحده ایالاتو د منځګړیتوب څخه د مننې په څرګندولو سره د خپل حکومت ژمنه بیا تکرار کړه چې "په جنوب کې به د اردو شتون پیاوړی کړي. "
د دې موافقې له مخې به د لبنان پوځي او امنیتي ځواکونه په جنوب کې ځای پر ځای شي او اسرائیلي ځواکونه به پرته له دې چې حزب الله او نورو ډلو ته د دغو پوستو د نیولو لپاره کومه خلا رامنځته شي، په تدریجي توګه وتل پیل کړي.
د دې موافقې له مخې حزب الله باید له اسرائیل سره له جنوبي پولې ووځي او د لیتاني سیند پر لور حرکت وکړي.
ایران
ایران، چې د حزب الله او حماس دواړو ملاتړی دی، په لبنان کې د اوربند له عملي کېدو وروسته د "اسرائیل د تېري د پای" هرکلی وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د لبنان له حکومت، ملت او مقاومت څخه د ایران پرېکنده ملاتړ باندې تاکید وکړ.
چین
چین د اوربند د موافقې د هرکلی په ترڅ کې ویلي چې "د لبنان او اسرائیل اوسني وضعیت ته جدي پاملرنه کوي". د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ وویل: "موږ د تاوتریخوالی کمولو او سولې ته د رسیدو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوو او د جګړې د ښکیلو خواوو لخوا د اوربند د توافق هرکلی کوو."
قطر
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د دې هوکړې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا پرمختګ به د غزې په تړانګه کې د روانې جګړې او پر لوېدیځه غاړه د اسرائیل د بریدونو د بندولو لپاره د ورته هوکړې لامل شي.
اردن
د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوربند "یو مهم ګام دی چې باید د غزې د تړانګې او په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیل د بریدونو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو هڅو سره سم تعقیب شي. "
د فلسطین اداره
د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس په غزې تړانګه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتو د پریکړه لیک د اجرا په اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: مونږ هیله لرو چې دغه اقدام به د تاوتریخوالی او بې ثباتۍ په له مینځه وړلو کې مرسته وکړی چې سیمه یې ځپلې ده."
اروپایي ټولنه
د اروپایی کمیسیون مشرې اروسولا ون دیر لاین دا تړون "ډیر هڅونکی خبر" وباله او ویې ویل چې دا به د لبنان "داخلي امنیت او ثبات" تقویه کړي.
هغې وویل: "لبنان به د حزب الله د نفوذ په کمولو سره د داخلي امنیت او ثبات د زیاتولو فرصت ولري."
ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو یو جګپوړي مقام د اوربند د توافق هرکلی وکړ خو خبرداری یې ورکړ چې د دې موافقې د پلي کولو لپاره "د پام وړ کار پاتې دی. "
د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکې جینین هنیس پلاسچارټ وویل: "د دواړو خواوو د بشپړې او نه ماتیدونکې ژمنې څخه هیڅ بل څیز ته اړتیا نشته."
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل په جنوب کې د حماس له بریدونو وروسته، دغه هېواد نږدې هره ورځ له حزب الله سره د ډزو په تبادله بوخت و، خو اسرائیل د سپټمبر په پای کې په لبنان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.
اسرائیلي پوځ د سپټمبر له ۲۳ راهیسې په لبنان کې خپل هوايي بریدونه زیات کړي، پدې بریدونو کې په عمده توګه د بیروت په جنوب کې د حزب الله مرکزونه او د دې هیواد د ختیځ او جنوب ساحې په نښه شوي دي. اسرائیل د سپتمبر په ۳۰مه لبنان ته خپل ځمکني ځواکونه واستول.
د لبنان د روغتیا وزارت پرته له دې چې د ملکي وګړو او پوځيانو توپیر وکړي، راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې په لبنان کې ۳۷۵۴ کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي. اکثر دغه کسان د سپټمبر له میاشتې راهیسې پر لبنان د اسرائیل د بریدونو له زیاتېدو وروسته وژل شوي دي.
د حزب الله بریدونو هم د اسرائیل په شمالي او د ګولان په لوړو کې د ۷۰ اسرائیلي پوځیانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي.
فورم \ دبحث خونه