د لاس رسي وړ اتصالات

په لبنان کې له اوربند وروسته حماس وایي اوربند ته 'چمتو' دي


په جګړه کې د غزې ویجاړۍ
په جګړه کې د غزې ویجاړۍ

د حماس غورځنګ یو لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ، نومبر ۲۷ (لیندۍ ۷مه) په لبنان کې د اوربند د ټینګیدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې حماس د غزې په تړانګه کې اوربند ته چمتو دی.

د حماس دغه چارواکي فرانس پرس اژانس ته وویل: "موږ په مصر، قطر او ترکیې کې منځګړو ته خبر ورکړی چې حماس د اوربند موافقېاو د بندیانو د تبادلې لپاره یوې جدي معاملې ته چمتو دی." هغه اسرائیل د اوربند د تړون په مخنیوي تورن کړ.

حماس په یو بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ، نومبر ۲۷ ناوخته خپور شو، وویل: "د لبنان سره د دښمن موافقه کول پرته له دې چې خپلومخکینیو شرطونو ته ورسیږي د ځواک له لارې د منځني ختیځ د نقشې د بیا رسمولو په اړه (د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو) دفکرونو د شنډولو لپاره یو مهم ګام دی."

د حماس ډلې همداشان په لبنان کې د خپل متحد، حزب الله "محوري" رول وستایه.

په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې، د محمود عباس په مشرۍ فلسطیني ادارې هیله څرګنده کړه چې دا اوربند به په سیمه او په ځانګړې توګه پهجګړه ځپلې غزه کې ثبات راولي.

د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس دفتر په یو بیان کې په غزې تړانګه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د پلي کولو اړتیاپه ګوته کړه: "موږ هیله لرو چې دا ګام به د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي چې سیمه ورسره مخ ده."

په لویدیځه غاړه کې چې د ۱۹۶۷ کال راهیسې اسرائیل اشغال کړې، د غزې د جګړې څخه چې د حماس لخوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په۷ مه په اسرائیل باندې د بې ساري برید وروسته پیل شوه، تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په لبنان کې د اوربند له موافقې وروسته د اسرائیل د دفاع وزير اسرائيل کتز له حماس سره کوم شوي اوربند ته له اشارې پرته د يرغملشويو کسانو پر سمدستي راستنېدو ټينګار وکړ.

کتز وویل: "اوس موږ جنوبي محاذ ته مخه کوو، چیرې چې تر ټولو مهم هدف دا دی چې په خوندي توګه او سمدستي ټول یرغمل بیرتهراستانه شي. په شمال [لبنان] کې د کمپاین نتیجې پر حماس اضافي فشار رامنځته کړ او مونږ نیت لرو چې تر څو د یرغمل شویو خوشېکولو او بیرته راستنیدو لپاره د یوې نوې معاملې د رامنځته کیدو لپاره هر ډول هڅې وکړو."

د اسرائیل او لبنان ترمنځ د هوکړې له مخې چې د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د چهارشنبې په سهار پیل شوه، د ۶۰ ورځو په ترڅ کېاسرائیلي ځواکونه د لبنان له جنوبي سیمو څخه په تدریجي توګه وځي او په عین وخت کې د لبنان په دغو سیمو کې به د لبنان پوځي او امنیتيځواکونه ځای پر ځای شي.

یو امریکايي مقام، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانس پرس ته وویل چې په لبنان کې اوربند کېدای شي "په غزه کې د اوربند او دیرغمل شویو کسانو د بېرته راستنېدو لپاره یو ګام وي."

د امریکايي چارواکي په وینا، په غزه کې ممکنه موافقه تر ډیره پدې دلیل ده چې حماس، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نیټه یې داسرائیل په جنوب برید وکړ، دې ته متړجه شي چې "حزب الله پریکړه کړې چې دوی پریږدي او دواړه شخړې سره " جلا" کړي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او اسوشېټیډ پرس خبري اژانسونو راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG