د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي لپاره هر اقدام ته تیار یم


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سه‌ شنبې په ورځ، د نومبر ۲۶مه (لېندۍ ۶مه) وویل، چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي لپاره هر اړین اقدام ته چمتو دی.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې د نتنیاهو له قوله لیکلي: "هوډمن یم چې اټومي وسلو ته د ایران د رژیم د لاسرسي د مخنیوي لپاره به هر اړین اقدام وکړم. زما لپاره د دې ګواښ له منځه وړل د اسرائیل د راتلونکي امنیت لپاره تر ټولو مهمه دنده ده. "

نتنیاهو د لبنان د حزب‌الله سره د اوربند تړون ته په اشارې وویل، چې دغه اوربند اسرائیل ته فرصت ورکوي ترڅو د ایران پر فعالیتونو تمرکز وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "په شمال [لبنان] کې د اوربند یوه موخه د ایران د رژیم لخوا ګواښ ته پاملرنه ده، چې په دې اړه نور جزییات نه ورکوم. خو ویلی شم، چې د منځني ختیځ د څېرې بدلون پیل شوی دی."

نتنیاهو د ۲۰۲۳ کال د جون په ۱۸مه نېټه ویلي و، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ د هر ډول لنډمهاله موافقې مخالف دی.

نتنیاهو دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې ځینو اسرائیلي رسنیو راپور ورکړ، چې واشنګټن او تهران د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې د بندیزونو د کمولو په اړه یوې موافقې ته رسېدلي دي.

که څه هم د اسرائیلي رسنیو دغه ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو لخوا نه دي تایید شوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر، د جون په میاشت کې دا راپورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې "هیڅ معامله نه ده شوې. "

نتنیاهو په ۲۰۱۵ کال کې هم چې د امریکا په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو د ایران سره اتومي تړون لاسلیک کاوه، مخالفت کړی و. اسرائیل اندیښنه لري چې د ایران اتومي تړون د اتومي وسلو د تر لاسه کولو لپاره د تهران د هلو ځلو مخه نه نیسي.

په هغه موافقې کې د ایران د اټومي فعالیتونو د کمیدو په بدل کې د نړیوالو بندیزونو د کمیدو ژمنه شوې وه. خو د متحدو ایالتونو پخواني‌ ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا له دې قرار داد څخه وایستله او پر نوموړي هیواد یې سخت بندیزونه ولګول.

ایران بیا ټینګار کوي چې د اټومي پروګرام موخې یې سوله‌ییزې دي او د ملکي موخو او فعالیتونو لپاره یې کار کوي، خو اسرائیل د ایران اټومي پروګرام د ځان لپاره لوی ګواښ بولي. اسرائیل ادعا کوي چې ایران په سیمه کې د هغو سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي چې د اسراییل د له منځه وړلو غوښتونکي دي.

اسرائیل همدارنګه ویلي چې د اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي په مخنیوي کې به له پوځي اقدام څخه ډډه نه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG