د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان یکشنبه نومبر درییمه ( لړم ۱۳) ویلي چې په سیمې کې ددې هیواد د متحدینو او اسرائیل تر منځ احتمالي اوربند ښایي د تهران د ځواب ویلو په شدت اغیز وکړي.
د متحده ایالاتو او اسرائیل خبرداریو سربیره، په تهران کې چارواکو هوډ څرګند کړی چې د ایران په نظامي او نورو سیمو باندې د تیرې اکټوبر میاشتې ۲۶ بریدونو له کبله به په اسرئیل ځوابي برید کوي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ښاغلي پزشکیان له قوله په یو راپور کې ویلي، " که هغوي ( اسرائیل) پخپل چلند سره غور وکړي، اوربند ومني او په سیمې کې د مظلومو او بې ګنا خلکو قتل عام بند کړي، دا ښایي زمونږ د ځواب ویلو په بڼې او شدت اغیز وکړي".
پزشیکان ویلي چې د خپل هیواد په امنیت او خودمختارۍ باندې به د هیڅ هیواد تیری بې ځوابه پرې نږدي.
د اسرائیل جنګي الوتکو د تیرې اکټوبر میاشتې په ۲۶ مې په تهران او نورو ځایونو کې نظاميې او نور اهداف وویشتل او ویلي یې و چې دا بریدونه یې د ایران د بلاستیک توغندیو په غبرګون کې کړي و.
سره لدې چې اسرائیل او امریکا ایران ته د برید نه کولو خبرداری ورکړی او واشنګټن لا ویلي که ایران بیا برید وکړي، د اسرائیل مخه به ونشي نیولی او اسرائیل ويلي چې ایران ته به سخت ګوزار ورکړي خو داسې معلومیږي چې ایران د برید کولو نیت لري.
د ایران روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي چې د هیواد په بهرنۍ پالیسۍ کې د وروستۍ پریکړې واک لري، د همدې تیرې شنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې هیواد به د قصور اخیستو په خاطر په اسرائیل برید وکړي.
خامنه اي د تهران په پوهنتون کې محصلینو ته په وینا کې وویل، "دښمنان، متحده ایالات او صیهونیستي رژیم (اسرائیل) باید پوه شي چې د هغه څه له کبله چې د ایران، ایران ولس او مقاومت جبهې په خلاف یې کوي، بې له شکه چې غاښ ماتوونکي ځواب به ورکړل شي".
د مقاومت جبهې څخه د خامنه اي هدف هغه وسله والې ډلې دي چې ایران یې تر شا ولاړ دی. په غزې کې حماس، په لبنان کې حزب الله، په یمن کې حوثي یاغیان او په عراق او سوریې کې ایراني پلوې ملیشې هغه ډلې دي چې تور دی ایران ورته وسلې او نورې مرستې ورکوي.
فورم \ دبحث خونه