د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي د شنبې په ورځ نومبر دویم (لړم ۱۲) اسرائيل او متحده ایالاتو ته پر ایران او متحدینو باندې یې د اسرائيل بریدونو ته "د یو ځپونکي ځواب" ویلو خبرداری ورکړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې نورو ایراني چارواکو هم پر ایران باندې د اکتوبر په ۲۶مه د اسرائيل برید ته د ځواب ویلو خبرداری ورکړی دی. په دغه برید کې اسرائيل د ایران یو شمېر نظامي مرکزونه په نښه کړل او لږ تر لږه پنځه کسان په کې ووژل شول.
خامنهيي د ایران د دولتي رسنیو له خوا په یوې خپره شوې ویډیو کې وویل: "دښمنان که هغه صهیونیستي رژیم دی او یا د امریکا متحده ایالات، هرومرو به د هغه څه له کبله چې دوی یې له ایران، د ایران له ملت او د مقاومت له جبهې سره کوي ځپونکی ځواب ترلاسه کړی. "
خامنهيي پر اسرائیل باندې د ځوابي برید د وخت او پراخوالي په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي. د متحده ایالاتو ځواکونه دا مهال په ټول منځني ختیځ کې فعالیت کوي او دغه راز په اسرائيل کې د THAAD په نوم د توغندیو د دفاع یو سیستم هم اداره کوي.
د ایران ۸۵ کلن مذهبي مشر له دې وړاندې د اسرائيل د برید په اړه ډېر په احتیاط څرګندونې کړې وې او ویلي یې و چې چارواکي به د ایران ځواب ته پاملرنه وکړي او د اسرائیل د برید په اړه باید "مبالغه ونشي او یا بې ارزښت ونښودل" شي.
د اسرائيل له بریدونو وروسته د ایران د جمهور رئيس مسعود پزشکیان په ګډون یو شمېر نورو چارواکو هم ژمنه وکړه چې د اسرائيل وروستیو بریدونو ته به "مناسب ځواب" ورکړي.
د ایران دولتي رسنۍ ایرنا د پزشکیان له قوله راپور ورکړی چې ویلي یې دي: "موږ د جنګ غوښتونکي نه یو، خو د خپل ملت او هېواد له حقونو څخه به دفاع وکړو او د صهیونیستي رژیم تیري ته به مناسب ځواب ورکړو. که د صهیونیستي رژیم تیري او جنایتونه دوام وکړي کړکېچ به لاپسې پراخ شي. "
ایران په داسې حال کې د اسرائيل برید ته سخت ځواب ویلو ګواښ کړی دی چې د غزې په تړانګه کې له څه باندې یو کال راهیسې د اسرائيل او حماس ترمنځ جنګ دوام لري او په عین حال کې اسرائيل په لبنان کې له حزبالله سره په جنګ بوخت دی. څیړونکي وايي چې د دواړو خواو څخه هر ډول نور بریدونه به په منځني ختیځ کې د جنګ د پراخوالي لامل شي.
فورم \ دبحث خونه