د لاس رسي وړ اتصالات

 
پر ایران د اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونو ته د تهران او نړۍ غبرګون

پر ایران د اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونو ته د تهران او نړۍ غبرګون


تهران
تهران

ایران د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم ۵) پر دې هیواد د اسرائیل د هوایي بریدونو وروسته خبرداری ورکړ چې له ځانه به دفاع وکړي. د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه دوه ایراني پوځیان وژل شوي او په منځني ختیځ کې یې د پراخې سیمه ییزې جګړې وېره نوره هم زیاته کړې ده.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي له قوله خبر ورکړی چې "ایران د خپلو ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو په ساتنه او دفاع کې هیڅ سرحد نه مني."

اسراییل خبرداری ورکړی چې که ایران یې بریدونو ته ځواب ووايي "درنه بیه به ادا کړي" او متحده ایالاتو، جرمني او برتانیې له تهران څخه غوښتنه وکړه چې جګړه نوره پراخه نه کړي.

ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، چې د مرګوني برید په اړه "ژوره اندیښمن شوی" دی. هغه په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي ګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک په یو بیان کې وویل، ګوټرش "په سمدستي توګه ټولو خواوو ته خپله غوښتنه تکراروي چې په غزه او لبنان کې ټول پوځي عملیات ودروي." هغه د پراخو هڅو غوښتنه کړې چې د یوې پراخې سیمه ییزې جګړې مخهنیوي وشي او دپلوماسۍ ته مخه کړي".

متحده ایالات

متحده ایالاتو له ایران څخه غوښتي چې پر اسرائيل باندې ځوابي برید ونکړي او د بریدونو روانه لړۍ پای ته ورسوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند شان ساویټ خبریالانو ته وویل چې پر ایران باندې د اسرائيل برید له ځان څخه د دفاع په خاطر ترسره شوی دی.

د هغه په وینا پر اسرائيل باندې د ایران د برید په خلاف چې تر ټولو ګڼ‌میشتی ښار یې په نښه کړی و، اسرائيل د ایران پر ګڼ میشتو سیمو باندې له برید کولو څخه ډډه کړې او یواځې پوځي اهداف یې په نښه کړل.

شان ساویټ ټینګار وکړ چې متحده ایالات په دغو عملیاتو کې ښکېل نه و او زیاته یې کړه: "زموږ هدف دا دی چې دیپلوماسي ته سرعت ورکړو او په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړو."

برتانیه

دغه راز د برتانیې صدراعظم کایر سټارمر هم د تاوتریخوالي د کچې پر راکمولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران دې د اسرائیل برید ته ځواب ورنکړي.

سټارمر وویل:‌ "فکر کوم موږ ته باید دا ډېره څرګنده وي چې اسرائيل له ځان څخه د دفاع کولو حق لري، خو موږ غواړو او له ټولو اړخونو څخه یې غواړو چې زغم وښيي او له همدې امله زه نن ډېر په څرګند ډول وایم چې ایران باید ورته ځواب ورنکړي."

روسیه

همداشان روسیې په سیمه کې د "ناورین سناریو" د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی او له ټولو اړخونو څخه یې غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې ماریا زاخارووا وویل:‌ "موږ له ښکېلو خواو څخه غواړو چې صبر وکړي،‌ تاوتریخوالی ودروي او د هغو پېښو مخنیوی وکړي چې د ناورین سناریو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي."

عربستان

سعودي‌ عربستان پر ایران د اسرائيل برید غندلی دی او په منځني ختیځ کې یې د تاوتریخوالي‌ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې په سیمه کې د جګړې زیاتولي سره چې د هېوادونو او ولسونو امنیت او ثبات ته ګواښ دی په کلکه مخالفت کوي.

سوریه

سوریې له خپل متحد ایران سره خپل پیوستون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د ایران له دریځ څخه ملاتړ کوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی "له ځان څخه د دفاع او د خپلې خاورې او اتباعو د ژوند ساتنې لپاره د ایران له مشروع حق څخه" ملاتړ کوي.

عراق

عراق پر اسرائيل باندې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي‌ د پراخولو تور لګولی او په دې برخه کې یې د نړۍ بې کفایتي غندلې ده.

د عراق د حکومت ویاند باسیم العوادي په یو بیان کې د اسرائيل د اقداماتو په اړه د" نړیوالې ټولنې چوپتیا" ته په اشارې ویلي: "صهیونیستي اشغالګر رژیم خپلو یرغلیزو سیاستونو او له مجازاتو پرته د ښکاره بریدونو له لارې په سیمه کې د تاوتریخوالي‌ پراخولو ته دوام ورکوي."

اردن

اردن پر ایران باندې د اسرائيل برید د نړیوالو قوانینو او د ایران د حاکمیت نقض بللی دی او زیاته کړې یې ده چې په دې سره به په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات شي.

د اردن د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سفیان قدح په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې "خپل مسولیتونه ومني او په غزه، لویدیځې غاړه او لبنان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د لومړي ګام په توګه د اسرائیلو د تیري د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي."

ترکیه

ترکیې پر ایران باندې د اسرائیل برید غندلی دی او ویلي یې دي چې په سیمه کې دې د اسرائيل "ترهګري" پای ته ورسول شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې د اسرائيل له خوا د رامنځ ته شوې ترهګري پای ته رسول د نړۍ د سولې او امنیت د ټینګولو لپاره په یوې تاریخي دندې بدل شوی دی.

دغه وزارت زیاته کړې ده: "اسرائيل په غزه کې په نسل وژنې، د لویدیځې غاړې په الحاقولو او په لبنان کې هره ورځ د غیرنظامیانو په وژلو سره زموږ سیمه د یو لوی جنګ کندې ته رسولې ده."

پاکستان

پاکستان هم پر ایران د اسرائیل برید غندلی او ویلي یې دي چې اسرائيل په منځني ختیځ کې د جنګ د پراخولو "بشپړ مسولیت" په غاړه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي: "دا بریدونه په سیمه کې د سولې او ثبات هڅې کمزورې کوي او همدا شان په یوه ناارامه سیمه کې د خطرناک جنګ د پیلېدو لامل کېږي."

حماس

د ایران له ملاتړ څخه برخمن د فلسطین اسلامي غورځنګ حماس چې په غزه کې له اسرائيل سره په جنګ بوخت دی پر ایران د اسرائيل د برید له کبله انتقادونه کړي دي.

حماس په یو بیان کې ویلي:‌ "موږ د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې د صهیونیستانو تیری او په څو ولایتونو کې د پوځي تاسیساتو په نښه کول په کلکه غندو او دا اقدام د ایران د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د سیمې د امنیت لپاره ګواښ ګڼو."

جرمني

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز پر اسرائيل باندې د ایران د ځوابي برید له کبله تهران ته خبرداری ورکړی دی.

شولتز په خپل اکس پاڼه کې لیکلي:‌ "ایران ته زما پیغام واضح دی: تشدید کوونکي غرګونونه باید دوام ونکړي او سمدستي دې ودرول شي، یواځې په دې صورت کې کولی شو چې په منځني ختیځ کې د سوله‌ییز بدلون امکان برابر کړو."

تونس او الجزایر

د الجزایر او تونس د بهرنیو چارو وزارتونو هم پر ایران باندې د اسرائيل برید غندلی دی.

د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائيل برید "ناوړه تیری" بللی دی او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې د اسرائيل له خوا په سیمه کې د جنګ د پراخولو مخنیوی وکړي.

د تونس د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې د اسرائيل د برید د خطرناکو پایلو خبرداری ورکړی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې سمدستي‌ "د اسرائيل د بې‌پروایۍ اقداماتو" په وړاندې خپل مسولیتونه ترسره کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران پر پوځي اهدافو د اسرائیل برید غندلی او دا یې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل بللی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، دا برید چې د ایران د اسلامي جمهوریت له حریم څخه څرګنده سرغړونه ګڼل کیږي "په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتولو یوه هڅه ده، چې په سیمه کې نا مناسب وضعیت نور هم پېچلی او شدیدوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG