د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطین خپلواکې ادارې د الجزیرې شبکې خپرونې بندې کړې


فلسطیني مقامات وايي چې الجزیره پاروونکي خواد خپرو
فلسطیني مقامات وايي چې الجزیره پاروونکي خواد خپرو

د فلسطین د خپلواکې ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ جنوري لومړۍ (مرغومې۱۲) د فلسطین په قلمرو کې د الجزیزې تلویزون د خپروونو د بندولو لارښوونه کړې ده.

د وفا د رسمي خبري رسنۍ د راپور په اساس، فلسطیني مقاماتو د الجزیرې تلویزوني شبکه د «پاروونکو موادو» په خپرولو تورنه کړې ده.

د وفا خبري رسنۍ راپور ورکړی: «د فلسطین د خپلواکې ادارې ځانګړې کمېټې،‌ چې د کورنیو چارو، فرهنګ او مخابراتو وزیران په کې دي، پرېکړه کړې، ‌چې په فلسطین کې د الجزیرې شبکې ټولې خپرونې بندې او په سپوږمکۍ کې د دغې شبکې فعالیتونه او نمایندګي وتړل شي.»

د دغې پرېکړې په اساس، د فلسطین په قلمرو کې د الجزیرې شبکې د خبریالانو، کارکوونکو او مامورانو دندې په موقت ډول ځنډول شوي دي.

د دغې رسنۍ د راپور په اساس، دا بندیزونه به تر هغه پورې وي، چې «الجزیزه په فلسطین کې د موجوده قانون په اساس، خپلې قانوني سرغړونې سمې» کړې نه وي.

د الجزیرې یو کارکوونکي تائید کړې چې په رام الله کې د هغوی استازولۍ د خپروونو د بندولو حکم ترلاسه کړی دی.

د فلسطین د خپلواکې ادارې د چارواکو او د الجزیرې شبکې ترمنځ په دې وروستیو کې له هغه وروسته ناندرۍ زیاتې شوې، چې دغې شبکې د فلسطین د امنیتي ځواکونو او د مقاومت د جنګیالیو ترمنځ د شخړې په اړه راپورونه خپاره کړل.

درې میاشتې مخکې د اسرائیل ځواکونو په رام الله کې د الجزیرې په دفتر برید کړی و. په اسرائيل کې له پخوا څخه د الجزیرې خپرونې بندې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG