د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: هريرود باندې په هرات کې بند جوړول ښايي له دوه اړخیزو تړونونو سرغړونه وي


په هرات کې د پاشدان بند د جوړولو پروژه
په هرات کې د پاشدان بند د جوړولو پروژه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورخ جنوري درېمه (مرغومي ۱۴) وویل چې په افغانستان کې په هريرود باندې د بند جوړول ایران ته د اوبو بهېدل محدودوي او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ له موجودو تړونونو سرغړونه وي.

د اوبو حق له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ په شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله باندې د ترینګلتیا عمده لامل دی.

په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د پاشدان د اوبو پر بند د کار د دوام خبر ورکړی و او ویلي وو چې ددغه بند د جوړیدو چارې تر ۸۰ فیصدو پورې بشپړې شوي دي.

دغه وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د پاشدان بند د طالبانو د حکومت یوه ستر پروژه یاده کړه او ویې ویل چې پر دغې پروژې کار په چټکۍ سره دوام لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د جمعې په ورځ د پاشدان بند د جوړېدو له کبله "ایران ته په غیرمتناسبه توګه د اوبو د بهېدو د محدود کېدو په اړه سخت احتجاج او اندیښنه" څرګنده کړه. هغه په یو بیان کې ویلي چې د ایران دا اندېښنې "له اړوندو افغان چارواکو سره په تماسونو کې هغوی ته وړاندې شوي دي."

بقائي زیاته کړه: "د اوبو له حوزو او سرچینو څخه ګټه اخیستنه د دوه اړخیزو تړونونو، عنعنوي اصولو او قوانینو او همدارنګه د ښه ګاونډیتوب او د چاپیریال د ملحوظاتو سره سم د ایران حقونو ته له درناوي پرته نشي ترسره کیدای."

د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر تېره میاشت په یو ویډیويي بیان کې وویل چې د پاشدان پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې او د اوبو بند یې جوړ شوی دی.

ددغه ویډیو پر اساس، په هرات ولایت کې دغه بند د ۵۴ میلیون مکعب مترو اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې ۱۳ زره هکتاره کرهنیزه ځمکه خړوبوي او دوه میګاواټه بریښنا تولیدوي.

تر دې وړاندې د ایران د تسنیم خبري اژانس ددغه هیواد د اوبو د صنعت د وزارت په حواله، د لیکلي وو چې د پاشدان د بند جوړېدو او د دغه بند د اوبو اخیستلو بهیر ته په غبرګون کې ویلي چې په یو اړخیز ډول د هلمند د سیند له اوبو څخه ګټه اخیستل به ایران د څښاک د اوبو او په پراخه کچه د چاپیریال ساتنې په برخو کې له ستونزو سره مخامخ کړي.

ددغه وزارت ویاند عیسی بزرګ زاده ویلي و چې د طالبانو له خوا په هریرود باندې د پاشدان بند په جوړیدو یې ځکه نارضیاتي څرګنده کړې چې ددې بند جوړیدل به د ایران د مشهد په ښار کې څو میلیون خلک د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخامخ کړي.

عیسی بزرګ زاده وویل: "مونږ په دې باور یو ټول هغه وګړي چې د اوبو په دې حوزه کې اوسیږي یو ډول برخلیک لري او د دې حوزې په یوه برخه وګړو باندې هرډول سختې او فشار به د حوزې ټول اوسیدونکو باندې اغیز ولري."

هريرود د مرکزي افغانستان له غرونو سرچینه اخلي او د ایران له لارې ترکمنستان ته بهیږي.

بقايي په خپل بیان کې ویلي، ایران تمه لري چې "افغانستان په سرحدي سیمو کې د اوبو د بهیدو د دوام په یقیني کولو کې مرسته وکړي او په دې مسیر کې جوړ شوي خنډونه لیرې کړي."

د ۲۰۲۳ په می میاشت کې، ایران د افغانستان واکمنانو ته د هلمند د سیند په اړه خبرداری ورکړی و چې په دغه سیند باندې د بند جوړول په ایران کې د سیستان او بلوچستان وچکالۍ ځپلې سیمې د اوسیدونکو د اوبو حق تر پښو لاندې کوي.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس اژانسو له معلوماتو استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG