د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني پلاوي د هلمند سیند د اوبو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي


افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش معاهده لاسلیک کړه چې له مخې یې افغانستان هرکال ایران ته د هلمند د سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش معاهده لاسلیک کړه چې له مخې یې افغانستان هرکال ایران ته د هلمند د سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي.

د ایران د انرژۍ او اوبو د وزارت د مرستیال محمد جوان بخت په مشرۍ یو ایراني پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د هلمند د سیند د اوبو د حقابې د مسلې په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي امیرخان متقي د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۳( زمري دوېیم) د ایراني پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو، هلمند د سیند د اوبو او د اوبو په پروژو کې د همکارۍ په اړوند مسلو خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "په دغه کتنه کې ایراني پلاوي مشر تائید کړه چې د روان ۱۴۰۲-۱۴۰۳ اوبیز کال په ترڅ کې يې د هلمند له سیند څخه ډېره حقابه تامین شوې ده او هیله مند دی چې د روان اوبیز کال تر پایه به نورې اوبه هم ترلاسه کړي."

ددغې خبرپاڼې له مخې متقي دغه ایراني پلاوي ته ویلي چې د اوبو د شتون په صورت کې به کوښښ کوي چي د هلمند په سیند کې ایران ته کافي اندازه اوبه ورشي.

هغه ویلي: "د کجکي بند شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې جوړ شوی دی چې په تېرو ۴۵ کلونو کي د حکومتونو د نه توجه له امله د رسوباتو او د عدم لایي روبي له کبله د بند شاوخوا نیمايي زخیرې خپل اصلي ظرفیت د لاسه ورکړی دی له همدې کبله ایرانی لوری دې دغه حقایق په نظر کې ونیسي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د حکومت پالیسي یې داده چې اوبه ضایع نه شي او د هلمند په سیند کې د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران د سیستان خلکو ته اوبه ورسیږ ي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو په سر څو ځلې په کابل او تهران کې خبرې شوي او په تیر ۲۰۲۳ کال کې ددغه سیند په اوبو کې د ایران د حقابې په سر جنجال له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د سرحد په اوږدو کې د جګړې تر حده رسیدلې وې.

خو د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د روان لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د هلمند د سیند له اوبو څخه ایران ته د یوې اندازې حقابې د رسیدلو خبر ورکړی وو.

ښاغلي قمي په تهران کې د جون ۸ (غبرګولي ۱۹) د افغانستان په اړه د تماس سیمه‌ییزې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو سږکال د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق نیمايي برخه تامین کړې ده.

قمي وویل چې طالبانو د ایران د اوبو حق د ورکولو لپاره د کمال خان په بند کې یو لړ اقدامات کړي چې د ایران لپاره ګټور و.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د کاظمي قمي له قوله ویلي: "په تیر کال کې د [کمال خان بند] د دروازو ترمیم وشو. مثبت اقدام و چې ترسره شو. د همکاریو او ترسره شویو اقداماتو په اساس ویلی شم چې د اوبو د حق، کابو نیمايي برخه مو ترلاسه کړې ده."

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش معاهده لاسلیک کړه چې له مخې یې افغانستان هرکال ایران ته د هلمند د سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي، خو په معاهده کې ټینګار شوی چې دا معاهده په هلمند سیند کې د اوبو وضعیت ته په پاملرنې د عملي‌ کېدو وړه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG