د لاس رسي وړ اتصالات

قمي: ایران سږ کال له افغانستان څخه د اوبو نیمايي‌ حق ترلاسه کړی دی


د هلمند سیند پر سر د کجکي بند
د هلمند سیند پر سر د کجکي بند

د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې طالبانو سږکال د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق نیمايي برخه تامین کړې ده.

قمي د شنبې په ورځ جون اتم (غبرګولي ۱۹) د افغانستان په اړه د تماس سیمه‌ییزې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو د ایران د اوبو حق د ورکولو لپاره د کمال خان په بند کې یو لړ اقدامات کړي چې د ایران لپاره ګټور و.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د کاظمي قمي له قوله ویلي: "په تیر کال کې د [کمال خان بند] د دروازو ترمیم وشو. مثبت اقدام و چې ترسره شو. د همکاریو او ترسره شویو اقداماتو په اساس ویلی شم چې د اوبو د حق کابو نیمايي برخه مو ترلاسه کړې ده."

د ایران دغه جیګپوړي دیپلومات همدا شان وویل چې د ایران د اوبو د بشپړ حق د تامینولو لپاره د کابل او تهران تر منځ خبرې روانې دي. د هغه په وینا د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق د ترلاسه کولو تعقیب "د ایران د ټولو دولتي ادارو دنده" ده.

قمي زیاته کړې ده: ”په راتلونکو څو ورځو کې موږ په کابل کې د اوبو د کمیسارانو غونډه لرو او په دې خبرو کې د فني ډلې د استولو په تړاو بحثونه کېږي. هیله لرو چې د ترسره شویو اقداماتو او د دواړو هیوادونو په همکارۍ د اوبو د حق په مسئله کې د نظر یووالي‌ ته ورسېږو."

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش معاهده لاسلیک کړه چې له مخې یې افغانستان هرکال ایران ته د هلمند د سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي، خو په معاهده کې ټینګار شوی چې دا معاهده په هلمند سیند کې د اوبو وضعیت ته په پاملرنې د عملي‌ کېدو وړه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG