د الجزیرې شبکې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) په غزه کې د دې رسنې د یو خبریال د وژل کېدو خبر ورکړ.
د الجزیرې عربي وبپاڼې راپور ورکړی چې ویډیو ژورنالیست احمد اللوح د غزې په مرکز کې د نصیرات د بېځایه شویو کډوالو پر کمپ باندې د اسرائيل په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د غزې د مدني دفاع سازمان ویاند محمود باصل په دې پېښه کې د اللوح وژل کېدل تائيد کړي او ویلي یې دي چې د دغه مرستندویه سازمان درې غړي هم په برید کې وژ شوي دي.
باس د فرانس پرس اژانس ته وویل چې جنګي الوتکو "په نصیرات کمپ کې د غزې د مدني دفاع د مرستې رسوونکو مرکز په نښه کړی دی".
د اسرائيل پوځ په دې اړه د فرانس پرس د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې "په دې برخه کې راپورونه بررسي کوي. "
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې څخه تر اوسه د د الجزیرې شبکه په دوامداره توګه د اسرائيل او حماس تر منځ جنګ او پهع ځانګړې توګه د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه ورکوي.
د اسرائيل پوځ د الجزیرې خبریالان له حماس ډلې سره د اړیکو په درلودلو تورنوي او له همدې همله پر الجزیره شبکې باندې انتقاد او څارنه کوي او حتی اسرائيلي پوځیانو په غزه کې د دې رسنۍ پر مرکزي دفتر باندې هوايي بریدونه کړي دي.
خو د الجزیرې شبکې د اسرائیل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اسرائيلي پوځیان "په سیستماتیکه توګه" په غزه کې د دې شبکې کار کوونکي په نښه کوي.
اللوح د الجزیرې شبکې پنځم ژورنالیست دی چې په څه باندې یو کال کې په غزه کې وژل کېږي.
د اسرائيل پوځ په سپتمبر میاشت کې په غزه کې د الجزیرې شبکې پر دفتر یرغل وکړ او ادعا یې وکړه چې دا شبکه "ترهګرۍ تحریکوي" او له "ترهګریزو فعالیتونو" څخه ملاتړ کوي.
الجزیرې د دې شبکې پر دفتر او کارمندانو باندې برید "جنایت" او د مطبوعاتو پر ازادۍ برید بللی دی.
د اسرائيل پارلمان په اپریل میاشت کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د هغو رسنیو پر نشراتو بندیز ولګول شو چې د دې هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.
د دې قانون له مخې اسرائيل په مې میاشت کې د الجزیرې خپرونې ودرولې او په هغه هېواد کې یې د دې رسنۍ دفترونه وتړل.
له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ کمېټې راپور ورکړی چې د تېر کال له اکتوبر څخه تر اوسه لږ تر لږه ۱۳۷ ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي په غزه، لویدیځه څنډه، اسرائيل او لبنان کې وژل شوي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۲) په خپل کلني راپور کې د نړۍ په کچه په ځانګړې توګه جنګي سیمو کې پر خبریالاتو باندې د بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړی دی او غزه یې د ژورنالستانو لپاره "د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای" وباله.
د دې سازمان په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کې په ټوله نړۍ کې ۵۴ ژورنالیستان وژل شوي چې ۱۸ تنه یې یوازې د اسرائيل پوځ په بریدونو کې وژل شوي دي او همداشان د ۲۰۲۳ د اکتوبر راهیسې "له ۱۴۵ زیات خبریالان" د اسرائيلي ځواکونو په ډزو او بریدونو کې وژل شوي دي.
اسرائيل تل ویلي چې پر خبریالانو یې په مستقیمه او قصدي توګه برید نه دی کړی او تائيد کړې یې ده چې پر نظامي اهدافو باندې د بریدونو پر مهال یو شمېر خبریالان وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه