د احمد مسعود په مشرۍ د " افغانستان د ملي مقاومت جبهې" په کابل کې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ د وزارت د سرپرست عبدالطیف منصور د موټرو پر کاروان د یو وسله وال برید خبر ورکړی دی، خو دغه وزارت د مولوي منصور د موټرو پرکاروان برید او په برید کې د هغه ساتوونکوته د تلفاتو د رسیدلو ادعا بې اساسه بللې ده.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې ددغې جبهې وسله والو د سه شنبې د ورځې ماسپښین مهال د ډسمبر ۳۱ (مرغومې ۱۱) د طالبانو د حکومت د کابینې د موټرو پر کاروان باندې د کابل ښار په شمالي دروازه کې برید کړی دی.
ددغې جبهې د ادعا پر اساس په دې برید کې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر عبدالطیف منصور یو ساتوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
رسنیو ته ددې جبهې له خوا په دې استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: "دا برید نن د غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې کابل ته د شمال له لارې د ننوتلو د دروازې په ساحه د خیرخانې کوتل کې د کابل ښار ۱۷ امنیتي حوزې کې ترسره شو. په دې برید کې ملکي وګړو او د ملي مقاومت جبهې ته زیان نه دی رسیدلی".
دغې جبهې ویلي چې د طالبانو له واک څخه د افغانستان د ازادیدو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ددغې جبهې دا ادعا رد کړې او دا ادعا یې بې اساسه بللې ده.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ د شاه او عروس بند د پروژې د پرانیستلو په غونډه کې د ګډون وروسته بیرته روغ رمت کابل ته ستون شوی دی.
ددغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "داسې کومه پیښه اصلآ نه ده شوې او دا د افغانستان د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] د دښمنانانو پوچ تبلیغات دي".
د ملي مقاومت جبهې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ د وزیر د موټرو پر کاروان باندې ددغه برید ادعا تراوسه په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.
دغې جبهې تیره اونۍ هم د کابل هوايي ډګر سره نږدې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته څیرمه د یو برید مسوولیت په غاړه اخیستی وو.
د طالبان د حکومت د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته د کابل هوايي ډګر سره نږدې په چاودنه کې لږ ترلږه د څلور تنو ټپي کیدل تائید کړي وو..
خالد ځدراڼ رسنیو ټه په یو استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه د شنبې د ورځې ډسمبر ۲۸ (مرغومې اتم) سهار مهال د کابل هوايي ډګر پر سړک د شیخ زاید روغتون ته څیزمه شوې وه
خو د ملي مقاومت جبهې رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې کسانو د کورنیو چارو وزارت پر یوې قرارګاه باندې د شنبې د ورځې سهار ۹:۳۰ بجې برید کړی، چې په پایله کې يې د طالبانو ددغې قرارګاه د قوماندان په ګډون لس تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دغې جبهې ویلي چې په دې برید کې د طالبانو درې موټر هم ویجاړ شوي دي
په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې "داعش" د ډلې سربیره چې د اکثرو بریدونو او بمي چاودنو مسولیت په غاړه اخلي، د طالبانو د حکومت ځنې نورې مخالفې وسله والې ډلې هم د کابل په ګډون په یو شمیر ښارونو کې بریدونه ترسره کوي.
ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل یو وروستي راپور کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې او د افغانستان د ازادۍ د جبهې نومونه د داعش ترڅنګ د هغو ډلو په لړ کې یاد کړي، چې د طالبانو پرخلاف بریدونه ترسره کوي.
فورم \ دبحث خونه