د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مخالفان دوحې غونډې ته: د خلکو غیاب کې طالبانو سره تعامل مه کوئ


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالفو سیاسي ډلو او جریانونو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د جوړیدونکي مشورتي غونډې په درشل کې په یوه ګډه اعلامیه کې د دغې ټولنې د عمومي منشي له خوا افغانستان لپاره ځانګړي استازي د ټاکلو هرکلی کړی او ورسره یې د همکارۍ ژمنه کړې.

په دې ګډه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵( سلواغې ۲۶) خپره شوې د پخوانیو مجاهدینو د څو ډلو په ګډون د طالبانو د حکومت پر خلاف د وسله وال مقاومت د یو شمیر ډلو د نومونو یادونه شوې او د ملګرو ملتونو څخه غوښتل شوي چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو په جوړیدونکي غونډه کې او د ملګرو ملتونو له خوا په نورو جوړیدونکو مشورتي غونډو کې دې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو او جریانونو ته د ګډون امکانات برابر کړي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: " د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک د صادرولو د هڅو څخه په مننې چې له مخې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل کیږي او د افغانستان کړکيچ یوځل بیا د بحث محور ګرځی مونږ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو خپلواکې ارزونې په تړاو د ځینو ملاحظاتو درلودلو سره چې هیله‌من یو دیړ ژر ددغې ملاحظاتو شریک کول زمینه دغې ټولنې سره برابره شی..."

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې په دغه هیواد کې خلک یو ستر بحراني وضعیت سره مخ کړي او په جابرانه او غیر مشروع ډول پر خلکو حکومت کوي.

په دې اعلامیه کې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د طالبانو له خوا د ښځو د ځپلو او د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په ګډون د خلکو اساسي حقونو څخه سرغړونو، جنګي جرمونو، احتطاف،شکنجه، وژنو د ښځو او د پخواني رژیم د منسوبینو وژلو، نسل وژنې، جبري کډه کولو او نورو بشري سرغړونو او تروریستي ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ یادونه شوې او ویل شوي چې دغو سرغړونو سره سره طالبانو ته د دوحې غوندې په ګډون په نړیوالو غونډو کې بلنه دغې ډلې ته دا جرات ورکوي چې خپلو بشري ضد کړونو ته لا دوام ورکړي.

په دې اعلامیه کې د رایو له لارې د خلکو د برخلیک د ټاکلو له حق ملاتړ شوی او ادعا شوې چې د طالبانو ډلې د تشدد او جبر په لاره اچولو سره په افغانستان کښې سیاسی حاکمیت غصب کړی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " دغې ډلې هرډول نیوکې ته یې د زور په کارولو سره ځواب ورکړی او د نړیوالې ټولنې منل شوی غوښتنې او نړیوال اصول یې تر پښو لاندې کړی دی. په داسې حال کې چې موږ د طالبانو ډلې له دغه ډول چلند او د هغوی له فکري ماهیت سره له بنسټه مخالف یو، خو په دې نظر یو چې د وطن د دفاع حق په مدني او میدانی مبارزو کې روا او خوندي دی".

همداشان په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د طالبانو سره د جګړې پر ځای خبرو ته لومړیوب ورکوي او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي او د افغانستان په اړه د دغې ټولنې په کوربتوب په مشورتي غونډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو له استازوغوښتنه کړې چې د دغې ټولنې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د ټولو ښکېلو سیاسي ګوندونو د حضور د زمینې په برابرولو سره یوې هر اړخیزې ملي پروسې له لارې اوسني وضعیت ته بدلون وکړې او د یو قانوني حکومت د جوړولو لپاره لاره هواره کړي .

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " مونږ له افغانستان سره د سیمې او نړۍ هېوادونو مشروع سیاسي، امنیتي او اقتصادي تعامل د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت لپاره اړین ګڼو... مونږ ټینګار کوو چې د دې غونډې بریالیتوب د خلکو د هیلو په پام کې نیولو، اغیزمنو سیاسي جریانونو او د ښکیلو اړخونو په همکارۍ پورې اړه لري او د افغان ولس په غیاب کې له طالبانو سره د هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل څخه باید ډډه وشي".

په دې اعلامیه کې دغو ګوندونو او سیاسي جریانونو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ماموریت سره افغانستان کې د یوې هر اړخیزې ملي پروسې د رامنځ ته کیدو لپاره چې د اعلامیې پر اساس ددغه هیواد روان وضعیت بدل کړي د خپلې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.

په دې اعلامیه کې په افغانستان کې روان بشري بحران ته په کتنې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام په اړتیا باندې هم ټینګار شوي، خو ویل شوي د بې وزلو خلکو لپاره بشري مرستې باید د طالبانو سره د اقتصادي همکارۍ څخه په جلا نظر وکتل شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " طالبانو له کانونو او طبیعي زیرمو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې، د مالیاتو په نوم له بې وزلو خلکو څخه په زور پیسې راتولول او د نشه یي توکو له پلور او قاچاق څخه په ګټې اخیستنې سره جرمي اقتصاد خپل نوي پړاو ته رسولی دی. په داسې حالت کې د طالبانو له ډلې سره هر ډول همکاري د افغانانو په ګټه نه ده او برعکس به دغه ډله له بشري اصولو څخه د انحراف په لاره کې پياوړې کړي".

همداشان په دې اعلامیه کې د افغانستان امانتي صندوق ته د طالبانو د حکومت احتمالي لاس رسي باندې هم اندیښنه ښودل شوې ده او ویل شوي دا د افغانانو یوه اړینه او مشروع غوښتنه ده چې ملګرې ملتونه او نورې مرستندویه موسسې خپل پام افغان ولس ته راواړوې، نه طالبانو ته.

په دې ګډه اعلامیه کې د افغانستان د ازادۍ جبهه، اسلامي وحدت ګوند، ملي مقاومت شورا، جمعیت اسلامي ګوند، جنبش ګوند، دعوت اسلامي ګوند، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند، عدالت او ازادۍ ګوند، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه او د طالبانو مخالفو ځینو نورو جریانونو نومونه هم اخیستل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي د افغانستان معترضو ښځو یو شمیر خوځښتونه هم ددې اعلامیې د محتویانو څخه ملاتړ کوي چې نومونه به یې په جلا ډول خپاره شي.

طالبانو لا د خپلو مخالفو سیاسي ډلو دغې ګډې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو افغانستان لپاره یې د ملګروملتونو د عمومي منشي له خوا د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

طالبانو د روانې میاشتې فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دې مشورتي غونډه کې د ګډون لپاره ځینې شرطونه هم ايښي او ویلي دي چې که شرطونه یې ونه منل شي نو په دې غونډه کې به ګډون ونکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې پرته له دې چې ددغو شرایطو په اړه پوره وضاحت ورکړي د دوحې په غونډه کې له ملګرو ملتونو سره د معنا لرونکو سلا مشورو فرصت او په ښه ډول د افغانستان د استازیتوب مسوولیت ترسره کول د خپلو شرایطو په توګه یاد کړي او ویلي دي چې په دې اړه یې خپل دریځ د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو سره هم شریک کړی دی.

ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته ویلي چې دا غونډه به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو ته ددې فرصت ورکړي چې په ډله ییز ډول د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د حکومت د استازو په ګډون د اړوندو ښکیلو غاړو، مدني ټولنې د افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره بحث وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG