د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو دوه ځانګړي استازي د قطر په غونډې کې برخه اخلي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې رینا امیري او ټام ویسټ په دوحې کې د افغانستان په هکله غونډې کې د ګډون پلان لري.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې رینا امیري او ټام ویسټ په دوحې کې د افغانستان په هکله غونډې کې د ګډون پلان لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به په قطر کې د افغانستان په هکله په نړیوالې غونډې کې برخه واخلي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر سه شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۴) د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دې استازو تیر کال د مې په میاشت کې هم د افغانستان په باره کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا رابلل شوې نړیوالې غونډې کې برخه اخیستې وه او د روانې فبروري میاشتې په غونډې کې هم د ګډون پلان لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په سر کې د افغانستان په اړه په لومړۍ مشورتي غونډه کې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

ښاغلي میلر زیاته کړه چې په دوحې کې دا غونډه د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک منظوریدو څخه وروسته جوړیږي. ښاغلي میلر وویل چې متحده ایالات د دې پریکړه لیک ټینګ ملاتړ کوي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کیدل پکې غوښتل شوي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه یې وغوښتل هر څومره ژر چې امکان لري، ځانګړی استازی دې وګماري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیر کال په پای کې د افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکل کېدو او د طالبانو سره د تعامل په اړه وړاندیز تصویب کړ. دا وړاندیز د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي سينيرلي اوغلو کړی و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې پریکړه لیک په هکله ویلي و، "دا پرېکړه لیک د افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکل کېدو غوښتنه کوي. زموږ باور دا دی چې یو ځانګړی استازی به په ښه موقف کې وي چې د افغانستان سره نړیوال تعامل تنظیم کړي چې په پرېکړه لیک کې ټاکل شوي‌ اهداف ترلاسه شي".

خو بل پلو بیا د طالبانو حکومت د داسې یو استازي ټاکلو سره مخالفت ښودلی او ټینګار کوي چې ضرورت ورته نشته.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په تړاو یوه غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د نړیوالو سازمانو او د افغان میرمنو او مدني ټولنې استازي ګډون وکړي.

ملګرو ملتونو ددې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا کې زیاتیدلی شي.

د دوحې راروانه غونډه د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب ددغې ټولنې دوییمه مشورتي غونډه ده چې په قطر کې جوړیږي. طالبانو حکومت ویلي چې د دوحې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو ملګروملتونو لا په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون د بلنې اعلان نه دی ګړی.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په لومړنۍ غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG