د لاس رسي وړ اتصالات

سینیرلي اوغلو د افغانستان په اړه د دوحې د مشورتي غونډې جوړېدو دمخه متقي سره کتلي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له امیرخان متقي سره په کتنه کې د دوحې د راروانې غونډې په اړه خبرې کړي او په دې غونډه کې یې د طالبانو لوړپوړي پلاوي ګډون غوښتنه کړې.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دوشنبې د ورځې ناوخته د فبرورۍ پنځم( سلواغې ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي یو ځل ملګرو ملتونو سره د طالبانو رغنده تعامل ته لېوالتیا ښودلې او د سینیرلي اوغلو شخصي هڅې یې ستایلي او د دوحې د ناستې د بریا هیله یې څرګنده کړه ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "متقي صاحب د ښاغلي سینیرلي اوغلو په خپلواکې ارزونه کې د مثبتو ټکو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي."

په دې خبرپاڼه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له قوله ویل شوي چې په خپله خپلواکه ارزونه کې يې غوښتنه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو دپلوماتیک حضور زیات شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشي او همداراز افغانستان سره تخنیکي او پراختیايي مرستې هم پیل شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلي سینیرلي اوغلو هیله څرګنده کړه چې نړیوال بانک به په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي.

تراوسه سینیرلي اوغلو دفتر ددغې کتنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون سینیرلي اوغلو په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سره یې کتلي چې د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په تړاو جوړیدونکي مشورتې غونډې جوړیدو ته له دوو اونیو څخه کمې ورځې پاتې دي.

ملګروملتونو ویلي چې دا غونډه به د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او نړیوالو سازمانو د استازو په ګډون جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک د جنورۍ ۲۶ ( سلواغې شپږم) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي، د افغان میرمنو او مدني ټولنې استاري هم ګډون وکړي. خو هغه په دې برخه کې یې نور جزئیات ورنکړل.

ملګروملتونو په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون د بلنې په تړاو تراوسه تبصره نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په سر کې د افغانستان په اړه په لومړۍ مشورتي غونډه کې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په لومړنۍ غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG