د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو ته د افغان میرمنو پرانیستی لیک؛ د افغانستان له مسلې سره مسولانه چلند وکړئ


عکس: اعتراض کوونکې میرمنې
عکس: اعتراض کوونکې میرمنې

د افغان معترضو میرمنو یو شمیر خوځښتونو او د ښځو د حقونو ملاتړو ملګرو ملتونو ته په یو پرانیستي لیک کې له دغې ټولنې غوښتي چې د افغانستان مسلې سره دې مسولانه چلند وکړي.

په دې لیک کې ویل شوي چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوییمه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په دغه هیواد کې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او په ځانګړي ډول بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی.

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د روانې فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ باندې په قطر کې افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو، نړیوالو سازمانو او د افغان میرمنو او مدني ټولنې د استازو د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدو هدف "په دې اړه بحث کول دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتیدلی شي"، ښودلی دی.

د افغانستان د معترضو ښځو یو شمیر خوځښتونو او د ښځو د حقونو ملاتړو په دې لیک کې ویلی: " د معترضو ښځو د خوځښتونو او د ښځو د حقونو ملاتړو ګډون چې د تروریستو طالبانو، نسل وژنې او د روان جنسیتي تبعیض پر وړاندې د مبارزې پیاوړي ستنې دي د افغانستان د بحران په تړاو په ټولو جوړیدونکو نړیوالو غونډو کې حتمي او ضروري ګڼي".

همداشان په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړیدونکي غونډه کې د معترضو ښځو د استازو او د طالبانو د مخالفو ډلو د استازو د بشپړ ګډون غوښتنه شوې ده.

د ښځو ددغو خوځښتونو په باور که چیرې په دې برخه کې نړیوال سازمانونه پاملرنه ونکړي، نه یوازې دا چې د غونډې پایلې به د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه اوسي، بلکې نیمګړې او په افغانستان کې به د بشري وضعیت او د ښځو د حقونو د لا خرایدو سبب هم شي.

ددې دمخه د ښځو یو شمیر فعالانو په یوه اعلامیه کې د دوحې د غونډې له ګډونوالو غوښتي و چې د طالبانو سره دې له تعامل څخه ډډه وکړي او د دغې ډلې حکومت دې په رسمیت ونه پیژني.

د افغانستان د ښځو د ملي یووالي چتر کې چې په کې د ښځو د حقونو فعالان راټول شوي د ملګرو ملتونو د ټولنې له غړو غوښتي وو چې د طالبانو د لا منزوي کیدو لپاره دې پر دغې ډلې باندې بندیزونه او فشارونه لا زیات کړي.

ملګرو ملتونو د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په لومړیو ورځو کې د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د استازو د ګډون پرته د افغانستان په اړه خپل لومړۍ مشورتي غونډه جوړه کړې وه.

ملګرو ملتونو د لومړۍ غونډې د جوړیدو هدف "د طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاس رسی" ښودلی وو.

د دوحې په لومړۍ غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشموله حکومت جوړیدل، تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې شوې وې.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په دغه غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG