د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د دوشنبې په ورځ د سیمې هیوادونو د تماس د ډلې غونډه جوړیږي


عکس ارشیف: په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ماڼۍ
عکس ارشیف: په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ماڼۍ

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې ټاکل شوې د را روانې دوشنبې په ورځ به په کابل کې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د تماس د ډلې لومړنۍ غونډه جوړه شي.

چین کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۶ ( سلواغې شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددې غونډې په اړه په بیجینګ کې د طالبانو د سفیر اسد الله بلال کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مرستیال ماو مینګ ترمنځ په کتنه کې خبرې شوي دي.

دغه سفارت لیکلي: "ښاغلي کریمي همداراز د راروانې دوشنبې ورځ (۲۹ جنوري ۲۰۲۴) په کابل کې د سیمه ییز تماس ډلې هیوادونو له خوا د سیمه ییز ابتکار لومړنۍ ناستې په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ګډون کوونکو هیوادونو له خوا د لازیاتو خپلمنځي همکاریو رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ".

ددې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د چاروعمومي مدیر سید رسول موسوي د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۴( سلواغې څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو، چې ټاکل شوې په کابل کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د استازو په ګډون به په یوه غونډه کې د افغانستان او د سیمې د امنیت په اړوند مسلو خبرې وشي.

ښاغلي موسوي ویلي: "د کابل سیمه ییزه غونډه چې په کې ایران، پاکستان، روسیه او چین حتمآ ګډون کوي او د سلواغې په ۲۸ د دوحې د غونډې وړاندې جوړیږي د افغانستان د خلکو د سولې، ثبات او هوساینې او په سیمه کې د امنیت د ټینګیدو سره ددغه هیواد د ګاونډیانو د ځانګړې پاملرنې نښه ده".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک د جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورم) په نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې ددغې ټولنې په کوربتوب به د راروانې فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ باندې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه دوییمه مشورتي غونډه جوړه شي.

د طالبانو حکومت ځینو چارواکو هم سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې ټاکل شوې د کابل سیمه ییزه غونډه به د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۹(سلواغې نهم) په کابل کې جوړه شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د جنورۍ ۲۴(سلواغې څلورم) په کابل کې د میشتو یو شمیر بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او دپلوماتانو سره په کتنه کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه‌ییزې سلامشورې ترسره کړي.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په دې کتنه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.

ښاغلي تکل ویلي: "متقي صاحب له ګډونوالو وغوښتل چې د یوه منطقه‌محور روایت پر مټ باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي".

ایراني چارواکو په کابل کې ددغې غونډې د جوړیدو خبر په داسې حال کې ورکړی چې په دې وروستیو اونیو کې ددغه هیواد دپلوماتانو په پرله پسې ډول د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هیوادونو او د سیمې د هیوادونو د تماس د ګروپ د جوړیدو د اړتیا یادونه کړې ده.

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې ویلي و چې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال یې په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره په کتنو کې د افغانستان په اړه د په دې موافقه وکړه چې د دغه هیواد ګاونډیان د تماس د سیمه ییزډلې اصلي هسته افغانستان لپاره جوړوي او د افغانستان سرپرست حکومت ته د رغنده وړاندیزونو یوه ټولګه وړاندې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG