د لاس رسي وړ اتصالات

قمي: د افغانستان ګاونډیان دې د رغنده وړاندیزونو یوه ټولګه طالبانو ته وړاندې کړي


افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې په اسلام اباد کې یې د پاکستاني چارواکو سره په کتنو کې د افغانستان اړوند ځینو مسلو باندې موافقه کړې ده.

کاظمي قمي چې د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللی د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني او افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني او د ځینو نورو پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

حسن کاظمي قمي د دوشنبې د ورځې ناوخته د جنورۍ ۱۵(مرغومې ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پاکستان ته خپل سفر " د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره د ایران د سیمه ییزو هڅو" یوه برخه ګڼلې ده.

دغه ایراني لوړ پوړې دپلومات ویلي چې پاکستاني چارواکو سره په کتنو کې یې په دې ټینګار کړی چې په سیمه کې سوله او ثبات په افغانستان کې د سولي او ثبات د ټینګیدو پورې تړلی دی او هغه څه چې د ښاغلي قمي په وینا د سولي د ټینګیدو سره مرسته کولی شي "د افغانستان د ګاونډیانو په محوریت سیمه ییز نوښتونه " دي.

ښاغلي قمي ویلي: " خپلو پاکستاني سیالانو سره مو په دې موافقه وکړه چې د افغانستان ګاونډیان د تماس د سیمه ییزډلې اصلي هسته افغانستان لپاره جوړوي او د افغانستان سرپرست حکومت ته د رغنده وړاندیزونو یوه ټولګه وړاندې کړي".

د ښاغلي قمي د وینا له مخې د تماس د ډلې کارې کړنلاره پراخیدلی شي او دا ډله د افغانستان په اړه ددغه هیواد د ګاونډیانو، سیمې او نړیوالې ټولنې اندیښنې کولی شي په یو چوکاټ کې " د ځانګړې کاري کړنلارې او د منطقي زماني جدول" له مخې ګام په کام ځواب کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د جنورۍ په ۱۵ (مرغومې ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د جلیل عباس جیلاني او حسن کاظمي قمي د کتنې په اړه لیکلي چې " د یو سوله ایز او با ثباته افغانستان په اړه د پاکستان د ژمنتیا او د سیمې د ثبات لپاره د همکاریو په ضرورت" ټېنګار وشو.

همداشان د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې حسن کاظمي قمي د اصف دراني سره هم د " افغانستان د وضعیت او د سولي او ډیالوګ په اړه د سیمه ییزو هڅو" په باب خبرې کړي دي.

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست سره تیره اونۍ په کتنه کې هم د ایران په نوښت د سیمې د تماس د ډلې د جوړیدو په اړه خبرې کړې وې.

ښاغلي قمي ویلي و چې مولوي امیرخان متقي د ایران د نوښت هرکلی کړی او په کابل کې یې افغانستان لپاره د سیمې د هیوادونو د ځانګړو استازو د ګډې غونډې د جوړیدو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ایران او پاکستان ترمنځ د تماس د ډلې د جوړیدو او طالبانو ته وړاندیزونو د چمتو کولو په اړه دا موافقه په داسې حال کې شوې چې دغو دواړو هیوادونو په افغانستان کې د ټولو قومونو او سیاسي جریانونو په ګډون یو ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنې کړي دي.

خو طالبانو دغسې غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په معنی ګڼلي او ادعا یې کړې چې حکومت یې یو ټولشموله حکومت دی.

اوس مهال پاکستان او ایران دواړه د طالبانو حکومت سره د اړیکو سره سره د افغانستان څخه د تروریستي ‌ډلو د احتمالي ګواښونو په اړه ګډې اندیښنې لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG