د لاس رسي وړ اتصالات

هیدربار: ملګري ملتونه دې افغانستان په اړه بلې غونډې کې افغان میرمنو ته د ګډون بلنه ورکړي


عکی:ارشیف - په کابل کې ئځې د خپلو حقومو لپاره مطاهره کوي
عکی:ارشیف - په کابل کې ئځې د خپلو حقومو لپاره مطاهره کوي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مشرې هیدربار د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش له خوا د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په راتلوونکی غونډه کې د افغان میرمنو په ګډون باندې ټینګار کړی دی.

میرمن بار داغوښتنه د ملګرو ملتونو د ویاند د هغو څرګندونو وروسته کړې چې د ښاغلي ګوتیرش له قوله یې په افغانستان کې پر ښځو باندې د طالبانو وروستي محدودیتونه ویروونکي ګڼلي او ویلي دي چې په دغه هیواد کې ژوند د تصور وړ نه دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مشرې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۴(سلواغې څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ویلي چې ددې له امله چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغان میرمنو پر وړاندې وحشت درک کوي دا خوشاله شوې ده.

هیدربار ویلي: "بل ګام دادی چې هغه (انتونیو ګوتیرش) د افغان میرمنو څخه د بشپړ ګډون کوونکو په توګه – د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې چې پلان کړې ده بلنه ورکړي".

هیدر بار ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بحران د دوو لارو ژوریږي، یو دا چې طالبان په اغلب ډول د سپکاوي ډکو نوو سیاستونو ته مخه کړې او دوییم دا چې د شتو سیاستونو پلي کول چې په پرله پسې ډول په کې سختوالی راځي لږ ترسترګو کیږي او خطرناک دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان ددغې چارواکې د اټکل له مخې ملګري ملتونه به د راروانې فبرورۍ په میاشت کې په یوه غونډه کې افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو کوربتوب وکړي.

ددې دمخه د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې ویاندې سټیفاني ترمبلي ویلي و چې ټاکل شوې دغه ټولنه په قطر کې افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو غونډه ډیر ژر جوړه کړي.

میرمن ټرمبلي ددغې غونډې د جوړیدو هدف د لارې د یوې نقشې په اړه نړیواله اجماع او د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په سپارښتونو باندې بحث ښودلی وو.

ملګرو ملتونو د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ په میاشت کې د افغانستان په اړه د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د استازو د ګ‌ډون پرته د یو دوه ورځینی کنفرانس ګوربتوب کړی وو.

ملګرو ملتونو د دوحې د غونډې هدف "د طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاس رسی" ښودلی وو.

د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، ټولشموله حکومت جوړیدل، تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې شوې وې.

د ملګروملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په دغه غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG