د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: بندیزونو له نړۍ سره زمونږ د تعامل او سیاسي تفاهم مخه نیولې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما د مشرې روزا اوتنبایووا سره په کتنه کې یو ځل بیا نړۍ سره د خپل حکومت د تعامل زیاتیدو ته لیوالتیا ښودلي، خو ویلي دي چې د طالبانو په یو شمیر چارواکو بندیزونو نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې ده.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز د ویاند دفتر د پنجشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ اتم (سلواغې ۱۹) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، سره له دې چې په نړۍ کې کړکېچونه ډېر شوي، خو بیا هم افغانستان د نړۍ له ياده نه دی وتلی.

ددې خبر پاڼې له مخې میرمن اوتنبایووا د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او د ثبات او پرمختګ لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي:" نوموړې هیله وښوده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د استازي په ګډون سره به د افغانستان حقیقي انځور منعکس شي او زیاته یې کړه، په دې ناسته کې به د هیوادونو له استازو سره د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) پلاوي ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه ناستو او د نظرونو د تبادلې فرصت برابر شي".

مولوي عبدالکبیر ویلي چې، افغانستان د ملګرو ملتونو د فعال غړي په توګه پاتې شوی او غواړي د دې سازمان فعال غړی واوسي او زیاته کړې ده چې حکومت یې له نړۍ سره د متقابل احترام په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او یوناما په دې برخه کې مهم رول ادا کولی شي.

همداشان هغه ویلي چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي، باید په رسمیت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ دغه حکومت ته وسپارل شي.

په دغه خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي: "هغه د نړیوالو لخوا په اسلامي امارت (طالبانو حکومت) او د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) په چارواکو بندیزونه غیر عادلانه وبلل او زیاته یې کړه، دې بندیزونو له نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې ده".

اوس مهال د طالبانو د حکومت د ۵۸ چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لیست شامل دي. پر طالب چارواکو باندې په لګیدلو بندیزونو کې پر هغوی د سفر او هم شتمنیو د کنګل کیدو په تړاو بندیزونه شامل دي.

همداشان د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال ویلي، چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور له مثبتو ټکو سره موافق دی، خو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره توافق نه لري.

هغه وویل، حکومت یې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیچا ته مشکل نه جوړیږي.

دغه طالب چارواکي ویلي، له افغانستان څخه د پاکستان په ګډون هېڅ ګاونډي ته امنیتي مشکلات نه دي جوړ شوي، تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په افغانستان پورې اړه نه لري.

تراوسه یوناما د مولوي عبدالکبیر سره د کتنې او په کتنه کې د بحث شویو موضوعاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ ورځو د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب دوییمه مشورتي غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د یو شمیر نړیوالو سازمانونو استازي او هم د افغان میرمنو او مدني ټولنې استاري ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. خو ملګرو ملتونو په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون د بلنې په تړاو تراوسه تبصره نه ده کړې.

ملګرو ملتونو ددې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي چې څنګه د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG