د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د رسمیت پیژندلو لپاره په خپل اسلامي نظام معامله نه کوو


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې طالبانو د اسلامي نظام لپاره قرباني ورکړي او ددغه نظام په اصولو باندې به د هیوادونو له خوا د رسمیت پیژندلو په سر معامله ونکړي.

مولوي عبدالکبیر د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) د خوست په ولایت کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د طالبانو حکومت خپلو ګاونډیانو هیوادونو او د نړۍ سره ښې اړیکې لرل غواړي.

مولوي عبدالکبیر په خپله دغه وینا کې یو ځل بیا د طالبانو حکومت یو ټولشموله حکومت یاد کړ او ویې ویل چې هغه کسان [پخواني رژیم چارواکي] چې د هغه په وینا "د پردیو غلامان او غله" دي د دغې ډلې په حکومت کې ځای نلري.

په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړیدل چې په کې ددغه هیواد د ټولو قومونو او اقلیتونو استازي ګډون ولري نه یوازې د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده بلکې د دغه هیواد ګاونډیانو او د سیمې هیوادونو لکه ایران، تاجیکستان، روسیې او د امریکا متحده ایالاتو له خوا هم پرې په پرله پسې ډول ټینګار شوی دی.

خو د طالبانو حکومتي چارواکو د ټولشموله حکومت د جوړیدو وړاندیزونه رد کړي دي او ادعا یې کړې چې د دوی حکومت ټولشموله دی.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي ویلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د اسلامي نظام د اصولو پلي کیدو باندې مکلف دی.

هغه ویلي چې د هیوادونو له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په برخه کې دا حکومت هیڅ مکلفیت نلري.

د طالبانو دغو چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د بحران نړیوالې ډلې په یو راپور کې ویلي چې طالبان د خپل حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره هڅې کوي.

خو دغې ډلې ویلي چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه د طالبانو انکار او پر ښځو او نجونو باندې د سختو ټولنیزو مقرراتو لګولو له امله لږترلږه د اوس لپاره د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو فرصت له منځ څخه تللی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

طالبانو په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې پرته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او په ورځیني ژوند کې یې پرښځو او نجونو باندې مخ په زیاتیدونکي ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او ښځې یې پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو څخه له تلو څخه منع کړي دي.

همداشان طالبانو پر ښځو باندې له کور څخه بهر د وتلو پرمهال د حجاب اغوستل او په اوږدو سفرونو کې د محرم لرلو شرطونه هم ایښي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت دا کړنې د جنسیت پر بنسټ یو سیستماتیک تبعیض ګڼلی او ددغه حکومت څخه یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ټولو محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت تراوسه د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره ددغه حکومت له خوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د وضعیت د ښه کیدو په برخه کې د اقداماتو ترسره کیدل ضروري ګڼلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG