د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په تیر ۲۰۲۳ کال کې په بشپړه انزوا کې و - راپور


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بحران نړیوالې ډلې د ۲۰۲۴ کال تر څار لاندې هیوادونو د لیست په اړه ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکو سیاستو له امله لویدیځو هیوادونو افغانستان سره د خپلو مرستو د محدودیت او بندیزونو په ګډون خپل فشارونه پر دغه هیواد باندې ساتلي چې ورسره دا هیواد تیر ۲۰۲۳ کال کې د ژورې انزوا سره مخ و.

د بحران نړیوالې ډلې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) په یو اوږد راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان د ښځو او نجونو په ګډون زیانمنوونکي ډلې د ډیرو هیوادونو له خوا د طالبانو د حکومت سره د تعامل څخه د ډډې له امله د جدي ګواښونو سره مخ دي.

د بحران نړیوالې ډلې د طالبانو له خوا د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د ځواب نه ویلو له امله دا ډله ددغو محدودیتونو په نه کمیدو ګرمه بللې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "که څه هم ممکن دا به غیرمنطقي وګڼل شي، خو د ښځو او نحونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیض امیزه سیاستونه چې ښځې او نجونې د ډيرو او لومړنیو حقونو څخه بې برخې کوي د ځواب ویلو لپاره یو اصولي ځواب د رژیم سره نه همکاري او یا هم په احتیاط سره تر یوه حده د توجیه وړ وي".

د بحران نړیوالې ډلې په دې راپور کې ویلي چې د متوسطې او لوړو زده کړو په برخه کې پر نجونو د محدودیت سره سره په لومړنۍ دوره کې د نجونو نوم لیکنه کې د ۳۶ او ۶۰ فیصدو ترمنځ زیاتوالی راغلی دی، چې د طالبانو د رژیم منفي نقطې په کې په اسانې د لیدل کیدو وړ دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "چارواکي په ۲۰۲۲ کال کې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې لګیدلو محدودیتونو ته د بیا کتنې څخه ډډه کوي او هغه نجونې چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې زده کړې وکړي ورته د انتخاب کم فرصتونه په مخ کې دي. داسې نه ښکاري چې د ملګرو ملتونو او بهرنیو دپلوماتانو له خوا د وړاندیزونو سره سره طالبان به د زده کړو د ممنوعیت او خپلو نورو سیاستونو په اړه د نړیوالې ټولنې د استازو سره خبرې وکړي ".

ددغې ډلې په باور د افغانستان پر خپل ځان د متکي کیدو لپاره دغه هیواد سره مرسته به د ښځو او نجونو سره هم مرسته وکړي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ځینې اروپايي مرسته کوونکي د یوې اصولي کړنلارې له مخې چې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو د تیر ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې بیا تائید کړه افغانستان سره مرستې کموي ترڅو د طالبانو رژیم ته دا پیغام ورسوي چې د هغوی تبعیضي سیاستونه د منلو نه دي.

خو په دغه راپور کې ټینګار شوی چې دا ډول حرکتونه غالبآ د سیاستمدارانو صادقانه باورونه منعکس کوي، خو پایلې یې معکوسې دي.

په راپور کې ویل شوي: " لومړی د مرستو کمښت بشري ناورین لا پراخوي چې د تجربې له مخې ډیر شواهد شته دی چې ښځې او نجونې په دغسې شرایطو کې په یو غیر متناسب ډول زیان ویني، کوم څه چې په افغانستان کې ډیر څرګند دي. دوییم د طالبانو د تبعیض ډکو سیاستونو پر وړاندې اعتراض له امله ددغې ډلې د رژیم منزوي کول پر طالبانو باندې هیڅ قهري اغیز نلري".

د بحران نړیوالې ډلې په دې راپور کې سپارښتنه کړې چې اروپايي تمویلوونکي باید افغانستان سره د پرمختګ په برخه کې اغیزمن او پایښت لرونکي مرستې وکړي ترڅو د ټولو افغانانو او په ځانګړي دول د ښځو او نجونو د ژوند د ښه کیدو سبب شۍ.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې څخه پرته په منځنۍ او ثانوي دورو او په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان د طالبانو حکومت د پوهنې او روغتیا د سګټورونو پرته په ټولو دولتي ادارو کې او هم په غیردولتي موسسو او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو مشر د لومړنۍ دورې پرته د نجونو او ښځو د تعلیم او له کور بهر د ښځو د کار د بندیز د لیرې کولو په اړه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو پرله پسې غوښتنو تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی. ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا کړنې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبغیض ګنلی او ددغه حکومت څخه یې ددغو کړنو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو یو شمیر چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG