د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نږدې ۸۵ ٪ افغانان ورځ کې د یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تیروي


د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام یوه سیمه ییزه مشره وایي په افغانستان کې نږدې ۸۵ فیصده خلک په ورځ کې د یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تیروي
د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام یوه سیمه ییزه مشره وایي په افغانستان کې نږدې ۸۵ فیصده خلک په ورځ کې د یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تیروي

د اسیا او پاسفیک لپاره د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د سیمه ییز دفتر سلاکاره میرمن کانی ویگناراجا وايي چې په افغانستان کې خلک د ډیرو سختو شرایطو لاندې ژوند کوي او په تیرو څه باندې دوو کلنو کې یې وضعیت لا خراب شوی دی.

میرمن ویگناراجا په ملګرو ملتونو کې د جرمني د ټولنې غړو سره په کتنه کې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانانو وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اکست د میاشتې وروسته پام وړ ډول خراب شوی په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت چې د زده کړو او کار په برخو کې د سختو محدودیتونو سره مخ دي.

میرمن ویگناراجا ویلي: " افغانان د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په افغانستان کې نږدې ۸۵ فیصده خلک په ورځ کې د یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تیروي. اټکل کیږي چې یوازې د ښځو د حقونو په برخه کې محدودیوتونو د ۶۰۰ څخه تر یو میلیارد ډالرو پورې اقتصادي زیان لرلی دی".

د میرمن ویگناراجا د وینا له مخې د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام ددغه نوي وضعیت سره د سمون لپاره چمتو کیږي او د شتو پروګرامونو په دوام د "ابادۍ په نوم د سیمه ییزې پرمختیا هڅې" پروګرام پلی کوي.

ددغې میرمنې د وینا له مخې د ملګروملتونو د انکشافي پروګرام د ښځو د مالکیت لاندې کارونو، د کارونو رامنځ ته کول، اساسي ټولنیز خدمتونه، د بیا استفادې وړ انرژۍ او د طبیعي پیښو د ګواښ د مدیریت اړوندو پروګرامونو باندې تمرکز کوي ترڅو سیمه ییز اقتصاد فعال پاتې شي، د خوړو د خوندیتوب او انرژي تضمین کوي، د خلکو د لا هوساینې سبب ګرځي او د طبیعي پیښو پر وړاندې ورڅخه ساتنه کوي".

د میرمن ویگناراجا د وینا پر اساس نوو څیړنو دا ښودلې ده چې د افغانستان واقعي کورنی ناخالص تولید د ۲۰۲۰ راهیسې تراوسه ۲۹ فیصده کم شوی دی او لا هم ښکته تګ یې دوام لري.

د ښځو وضعیت

د اسیا او پاسفیک لپاره د ملګروملتونو د انکشافي پروګرام سیمه ییز دفتر سلاکاره وايي چې د ښځو په کار او په عام ډګر کې د هغوی په ونډې باندې د سختو محدودیتونو سره سره ملګري ملتونه او نړیوال شریکان یې په هغو سمیو کې چې استثنات وجود لري، جوازونه ورکړل شوي او یا سیمه ییزې حل لارې شته هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.

میرمن ویگناراجا وویل: " مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې افغان میرمنې او نجونې بیا مجازات نشي. هرات په دې برخه کې یوه د قناعت وړ نمونه وه چې څنګه ټولنیز محدودیتونه او مالي موانع کولی شي ښځې د خطر لاندې حالت سره مخ کړي- ډیرو زیاتو کسانو چې ژوند یې له لاسه ورکړی (زلزله) ښځې وې چې په کورونو کې وې".

د ملګرملتونو د انکشاف د پروګرام ددغې سلاکارې په باور د اقتصادي فعالیتونو بیرته پیلول، د ښځو ځواکمنتیا ده او د کوچنیو کاروبارونو څخه ملاتړ چې د ښځو له خوا رهبري کیږي د توانمندۍ او ملاتړ په معنی دي.

میرمن ویگناراجا ویلي چې د "ښځې د ښځو لپاره" روش هغوی د کاراو کسب اود نورو ښځو د ګمارلو په برخه کې حرفه يي مهارتونو او مالي پوهې باندې سمبالوي او دا لار د افغان میرمنو له هغوی څخه د ملاتړ لپاره مهمه ده.

میرمن ویگناراجا وویل: "مونږ باید د طالبانو د اوسنیو واکمنو له خوا د لګیدلو محدودیتونو پای ته رسیدلو څخه دفاع وکړو. افغانستان کې وضعیت واقعآ خراب ښکاري په ځانګړي ډول د ښځو لپاره. خو نړیواله ټولنه باید افغان میرمې له یاده ونه باسي او باید د ښځو د غږ د پیاوړي کیدو او د هغوی د امید د پیاوړي کیدو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پرافغانستان واک ته د بیا رسیدو وروسته پر ښځو او نجونو باندې د زده کړو او له کور بهر په کار د محدودیتونو په ګډون په پرله پسې ډول محدودیونه لګولي دي. طالبانو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو همداشان د پوهنتونونو په ګډون د نجونو اوښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی او هم یې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته په نورو ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار هم بندیزونه لګولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG