د لاس رسي وړ اتصالات

فعالان: په مدرسو کې د افغان نجونو د زده کړې په اړه د اوتنبایووا څرګندونې 'غیر مسؤلانه' دي


تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې هم د ښوونځیو پر ځای په دیني مدرسو کې د نجونو له زده کړې سره مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې هم د ښوونځیو پر ځای په دیني مدرسو کې د نجونو له زده کړې سره مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی.

د بشري او ښځو د حقونو لسګونه افغان مدافعینو او بسنټونو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یوه پرانیستي لیک کې، په دیني مدرسو کې د افغان نجونو د زده کړو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د وروستیو څرګندونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

په دغه لیک کې چې شاوخوا ۶۰ بنسټونو او د بشري حقونو او د پوهنې فعالانو، قاضیانو، وکیلانو، لیکوالانو، ژورنالیستانو او د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په ګډون ۷۷ تنو لاسلیک کړی، د اوتنبایووا څرګندونې نه یواځې "غیر مسؤلانه" ، بلکې هغه یې پر افغان نجونو د زده کړو د بندیز "عادي کول" ګڼلي دي.

په دغه لیک کې ویل شوي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د ډسمبر په ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په اړه د معلوماتو د ورکولو وروسته ویلي:" داسې ګنګوسې شته چې په افغانستان کې نجونې په مذهبي مدرسو کې زده کړو ته پرېښودل کېږي. "

اوتنبایووا همدارنګه ویلي وو: "طالبان په هیڅ صورت د دې مدرسو د څارنې اجازه نه ورکوي او موږ نه پوهیږو چې هلته د څه شي لوست ورکول کیږي."

په دې لیک کې، په داسې حال کې چې د افغان نجونو لپاره د عصري زده کړو پر اړتیا ټینګار شوی، اندیښنه ښودل شوې چې په ټول افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې د دیني مدرسو په شمیر کې زیاتوالی د "ځوانانو د ډله ایز افراطیت" لامل شوی،‌ کوم چې اغیزه به یې له افغانستان څخه بهر ولاړ شي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې هم د ښوونځیو پر ځای په دیني مدرسو کې د نجونو له زده کړې سره مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی.

د بشري او ښځو د حقونو دغو افغان مدافعینو او بسنټونو په یاد لیک کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د یوناما له کړنو ناخوښي څرګنده کړې او همدارنګه یې د طالبانو په وړاندې په ځانګړې توګه د بشري او ښځو د حقونو د جدي سرغړونو په اړه د دغه دفتر له دریځ څخه ناخوښي څرګنده کړې او هغه یې د نه منلو وړ بللې ده.

همداراز د دې لیک لاسلیک کوونکو د طالبانو دچال چلند په اړه د یوناما په دریځ او فعالیت کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبان دې وهڅوي چې د ښځو او نجونو د حقونو او په ټولیزه توګه د بشري حقونو پر ضد تګلارې بدلې کړي، د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او همدارنګه په مدرسو او ښوونځیو کې د افراطي افکارو د خپراوي مخه ونیسي.

دغه راز د دغه لیک لاسليکوونکو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پياوړي حضور او د يوناما د يوه اغېزمن مشر د ټاکلو غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه تجربه او کار ولري.

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د اغېزمنې څارنې، څېړنې او راپور ورکولو په برخه کې د یوناما د مالي او سیاسي ظرفیت لوړول او همداشان د بشري حقونو د بېلابېلو مسلو په ګډون په افغانستان کې د ښځو د حقونو، اقتصادي وضعیت، ښوونه او روزنه او سیاسي چارو کې د مشورې او معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د مدني ټولنې له غړو او د بشري حقونو له فعالانو سره د یوناما میاشتنۍ غونډې، د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه د دغو فعالانو له نورو غوښتنو څخه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG