د لاس رسي وړ اتصالات

د ټابلیټ K په منفي‌ او وژونکو اغیزو خبر یاست؟


ډاکټران وايي ټابلیټ ک وژونکی او اعتیاد زېږونکي درمل دي
ډاکټران وايي ټابلیټ ک وژونکی او اعتیاد زېږونکي درمل دي

ټابلیټ «K» د صنعتي رواني درملو یو ډول دي چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یې یو شمېر خلک استعمالوي او ښکاري چې د کاروونکو شمېر یې په ډیریدو دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ادارې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې، په افغانستان کې د ۵۰۰ بېلا بېلو ضبط شویو ټابلیټونو له تحلیل او تجزیې څخه وروسته راپور ورکړی و، د ټابلیټ «ک» ټول ډولونه متامفتامین لري، چې په ځینو کې یې هیروین او په ځینو نورو کې یې د تراماډول په نوم درد وژونکي درمل ګډ دي.

متامفتامين یوه ډېره اعتیاد پیدا کوونکې کیمیاوي ماده ده،‌ چې پر بدن او په خاص ډول د مرکزي‌ اعصابو په سیستم باندې منفي اغیزې لري.

هیرویین هم له مورفین څخه جوړه شوې مخدره ماده ده، چې پر بدن باندې ویجاړوونکې اغیزې لري.

تراماډول، چې په طب کې د ډېرو سختو دردونو د ارام لپاره کارول کېږي، هم د مورفین په څېر اعتیاد پیداکوونکي او زیان اړوونکي دي.

په هغو هېوادونو کې، چې د متامفتامین ګډ ټابلیټونه په کې ډېر کارول کېږي، ویجاړونکو او مرګونو‌ اغیزو یې حکومتونه اندېښمن کې دي.

دا دومره خطرناک دي چې ان یو ټابلیټ «ک» خوړل هم په وجود او ماغزو باندې ډېرې بدې اغیزې لري.

شدید انحصار او روږديتوب، خپګان، اضطراب، تکرار کېدونکی متحرک فعالیتونه او په فعالیتونو کې ګډوډي،‌ د ماغزو په جوړښت او فعالیت کې تغیرات، په فکري ځواک کې ګډوډي او په حافظې او تصمیم نیولو کې کمزورتیا د میتامفیتامین څخه د جوړ ټابلیټ «ک» د کارولو اغیزې او تاثیرات دي.

که ټابلیټ «ک» ډېر وکارول شي، په اوږد مهال کې د سترګو دید او د بدن وزن کموي، د پوټکي او غاښونو تکلیف پیدا کوي، د نارینه وو سینې غټوي او کله ناکله ځان وژنې ته هم انسان هڅوي. ژوند بې هدفه ګڼل، بې ځایه فکرونه کول، د ژوند، کورنۍ او زده کړو په اړه بې تفاوتي د ټابلیټ «ک» نورې منفي اغیزې ښودل شوي دي.

متامفتامین په بازارونو کې د شېشې (کرستل) په بڼه هم موندل کېږي، چې معتادان یې «شیشه» بولي.

په امریکا کې د درملو څخه د ناوړه ګټې اخیستو سره د مبارزې د ملي انستیتوت د تحقیقاتو په اساس، د متامفتامین څخه د جوړو شویو درملو نورې اغیزې اضطراب، ګنګسیت، بدخلقي او په چال چلند کې منفي تغیرات دي. د متامفتامین ځینې کاروونکي په ځینو وختونو کې د نورو او یا د ځان په وژلو لاس پورې کوي.

د متامفتامین په کارولو سره د دماغو د ځینو هغو برخو، چې د احساساتو او حافظي له کنترول سره کار لري، بڼې او جوړښت بدلېږي او عاطفي ستونزې زېږوي.

د متامفتامین له کبله د انسان په ماغزو کې پیدا شوي‌ تغیرات نه درمل کېدونکي او ستونزمن دي او ډېر کله د دغو درملو معتادان له درملنې وروسته هم بېرته دغو مخدراتو ته مخه کوي. له همدې کبله ډاکټران وايي هر څومره ژر چې د دغو موادو استعمال پرېښودل شي، درملنه یې اسانه وي.

د امریکا د روغتیا انستیتوت د متامفتامین د خطرونو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې د دغو درملو ځینې منفي اغیزې له درملنې وروسته هم میاشتې او کلونه نیسي ‌چې ورکې شي.

متامفتاین په شلمې پېړۍ کې له امتفامین څخه جوړ شول او په طبي برخو کې کارول کېدل، خو اوس په نړۍ کې د نشه یي توکو د قاچاقي‌ شبکو لپاره یوه عایداتي سرچېنه ګرځېدلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG