د لاس رسي وړ اتصالات

غواړم د خپلې معتادۍ تریخ داستان ولیکم - بلخ کې د درملنې لاندې معتاد


غواړم د خپلې معتادۍ تریخ داستان ولیکم - بلخ کې د درملنې لاندې معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

د بلخ په مزارشریف ښار کې د معتادینو د درملنې په یو کمپ کې په ټابلیټ کا معتاد ۲۱ کلن ځوان وايي چې غواړي له درملنې وروسته زده کړې وکړي او یو ښه لیکوال شي. 

د بلخ په مزارشریف ښار کې د معتادینو د درملنې په یو کمپ کې په ټابلیټ کا معتاد ۲۱ کلن ځوان وايي چې غواړي له درملنې وروسته زده کړې وکړي او یو ښه لیکوال شي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی فریاد الله چې ایران او بیا ترکیې ته له تګ وروسته له خپل معتادو ملګرو له امله په نشه یي توکو (ټابلیټ کا) روږدی شوی و اوس له دوه میاشتو راپدیخوا د مزارشریف ښار په یو کمپ کې تر درملنې لاندې دی.

فریادالله د خپلې معتادۍ کیسه کوي: "کله چې زه بلخ کې وم نو له یو څو نا اهلو انډیوالانو سره یو ځای شوم. لاړو ایران ته. د نیمروز نه چې ورسېدو ماته یې سګرټ راکړل ویل یې یو دوه ځل یې ووهه، ما چې سګرټ وواهه په هغه وخت یې خوند راکو. بیا چې زه ایران ته ورسېدم زه په چرسو راواوښتم. بیا چې زه بیرته افغانستان ته راغلم معتاد د چرسو شوم. بیا یو څه موده دلته وم. بیا له هغې وروسته ترکيې ته لاړم او په ټابلیټ کا معتاد شوم ".

فریادالله وايي چې ایران ته له تګ وروسته ترې زده کړې په یوولسم ټولګي کې نیمګړي پاتي دي.

هغه زیاتوي چې غواړي بیرته زده کړي پیل کړي او په راتلونکي کې لیکلوال شي او په وینا یې چې غواړي د لیکوالۍ له لارې د خپل ژوند کیسه تر نورو ځوانانو ورسوي ترڅو هغوی د اعتیاد له زیانونو خبر کړي.

هغه وویل: "غواړم چې بیرته خپل مکتب شروع کړم. یوولسم کې مې مکتب خوشې کړی دی. سن مې خام دی، یوویشت کلن هلک یم. او اوس غواړم په آینده کې لیکوال او شاعر شم. چې زه د خپل ژوند کیسي راټولې کړم او خلکو ته یې ورسوم چې خلک نور دې عمل ته مخه نه کړي. ځکه دا عمل له ژوند نه او کورنۍ نه سړی پاتي کوي ".

فقر او بیکاري له هغه لاملونو څخه دي چې د فریاد الله په شان په سلګونه ځوانان د وطن پرېښودو ته اړ کوي چې ډېری وخت د جلاوطنۍ، کم عمرۍ، او په ناپوهۍ سره د مخدره توکو اعتیاد ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG