د کندز ولایت د لرې پرتې ولسوالۍ دشت ارچي په نهرې کهنه سیمه کې یو تن کروندګر او مالدار، سید احمد په خپلې یواندازه ځمکه کې د وزو د نسلګیرۍ یو فارم جوړ کړی. د هغه په خبره، وروسته له هغې چې په کروندې کې یې زیات تاوانونه وکړل نو دغه فارم یې جوړ کړ، چې اوس ورته د پام وړ ګټه رسوي.
د کندز ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې د چرګانو د فارمونو مالکان وايي، چې د سږ کال په ژمي کې د چرګانو خرڅلاو کچه ټېټه شوې ده. ددغه ولایت چهاردرې ولسوالۍ یو تن فارم لرونکی، عصمت الله، وايي، چې د هغه په فارم کې څلور زره چرګان روزل شوي، خو د خرڅلاو د نشتون له امله تر اوسه نه دي پلورل شوي.
په کندز کې یو شمیر کروندګر وایي، چې د ژمي په موسم کې ددې لپاره د پلاستیک لاندې سبزي کري، چې نه یوازې په وخت حاصل ته رسېږي، بلکې په بازار کې هم په ښه بیه خرڅیږي.
په کندز کې یو شمېر کروندګر چې د ژمي په موسم کې راز راز سبزي کري، وایي چې له همدې لارې نه یوازې د ژمي اړتیاوې پوره کوي، بلکې ځینو نورو کاریګرو ته هم د کار فرصتونه برابروي.
په کندز کې د ژمي موسم له پیل سره د نیالګیو پېر او پلور پیل کېږي، چې د کروندګرو په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال زیاتوالی په کې راغلی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې د بندیز وروسته په بلخ ولایت کې زیات شمېر هغو کروندګرو چې کوکنار به یې کرل، د سبزيو او غله جاتو کرلو ته مخه کړې ده. خو یو شمېر یې وايي چې له تېرو دوه کالو راهیسې په پرلپسې توګه یې په دغه کښتونو کې تاوانونه کړي دي.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ یو شمېر هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې کرم کرلي دي وايي، چې د کرم په کرلو یې زیات لګښتونه کړي دي خو بیې یې په بازار کې ټیټي دي او دوی یوازې خپل کړي لګښتونه پوره کوي.
د بلخ په ولسوالۍ کې د مزار – جوزجان پر لاره د ګازرو یو سیمه ییز بازار، چې هر کال شپږ میاشتې فعال وي او ورته د بلخ او نورو ولسوالیو څخه ګازرې د خرڅلاو لپاره راوړل کېږي، کروندګر او د ګازرو سوداګر وايي، چې له تېرو دوو کالو راهیسې د ګازرو خرڅلاو کم شوی دی.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر چې په خپلو ځمکو کې یې ګندنې کرلي دي، وايي چې په بازار کې ددغو سبزۍ بیه ډېره ټیټه ده او دوی خپل کړي لګښتونه هم نه شي پوره کولای.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې کروندګر وايي، که څه هم سږ کال د ګلپیانو کښت یو څه مرضونو کړي دي، خو بیا یې هم حاصلات زیات دي او په بازار کې یې د خرڅلاو بیې هم ښې شوې دي. د دغه ولسوالۍ یو کروندګر حفیظ الله وايي، چې سږ کال ګلپیان په بازار کې په ښه بیه خرڅوي او حاصلات یې هم زیات شوي دي.
په کندز کې کروندګر وایي چې د ژمي د سبزیو، لکه ټیپر او ګازرو حاصلات سږ کال ښه شوي، خو په بازار کې یې بیې ټیټې شوې دي، چې د دې له امله خپل کړي لګښتونه نه شي پوره کولای.
د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ کروندګر وایي چې د کال په دوو فصلونو کې پیاز کري، ځکه دغه محصول ته ډېره اړتیا وي او ګټه یې د نورو کښتونو په پرتله ښه ده. د کروندګرو په وینا، دوی پیاز په مني په موسم او د غبرګولي په میاشتې کې کري. د مني کښت په وری او غويي میاشتې کې حاصل ته رسېږي.
د کندز ښار په پل الچین سیمه کې، چې کروندګر د کښت لپاره کافي اوبه نه لري، یو شمېر بزګرانو د مني په موسم کې ګازرې کرلي دي. دغه کروندګر وايي، چې خپلې ځمکې د ژورو کوهیانو په واسطه خړوبوي. د سیمې کروندګر وايي چې دوی یوازې په کال کې دوه ډوله کښت؛ د اوړي په موسم کې خټکي او د مني په موسم کې ګازرې کري.
په کندز کې یو شمېر کروندګر، چې د غنمو کرکیله یې پیل کړې ده، وايي چې د کرنې زیات لګښتونه او د غنمو ټیټې بیې هغوی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. کروندګر شکایت کوي چې د غنمو په کښت کې لګښتونه د دوی د وس څخه پورته دي، خو بیا هم مجبور دي چې په خپلو ځمکو کښت وکړي.
په کندز ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي چې د مني په موسم کې د پالکو کښتونه کري چې دغه فصل نه یوازې په لږ وخت کې حاصل ورکوي، بلکې د ژمي د ورځنیو لګښتونو په پوره کولو کې هم دوی سره مرسته کوي.
د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د ګزان په سیمه کې د تازه میوو سیمهییز بازار چې د کابل-مزار شریف پر لویه لاره موقعیت لري، دمسافرو او سیمې خلکو لپاره تازه میوو د پلور یوه مهمه مرکز ګڼل کېږي.د میوو پدغه سیمه ییز بازار کې هټیوال وايي،چې د میوو خرڅلاو زیات دی، ځکه پر دغه لار زیات شمېر مسافر تګ راتګ کوي.
د کندز د علي اباد ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې، قزل سای کروندګر وايي، چې سږ کال به د تېر کال په پرتله د دوی حاصلات ډېر کمزوري وي او علت یې دا دی چې کښتونه یې مرض وهلي دي.
د کندز ولایت د علياباد ولسوالۍ کروندګر شکایت کوي چې د مني موسم په پیل کې، کله چې د ګلپیانو کرکېله کوي، د نباتي امراضو له کبله یې کښتونه زیانمنېږي. دوی وايي، چې په بازار کې د نباتي امراضو د مخنیوي درملو بیې لوړې او کیفیت یې ټيټ دی، چې له همدې امله ورته د ګلپي کښت په ګرانه بیه پرېوزي.
په کندز کې یو شمېر کروندګر وايي چې سږ کال نباتي امراضو د غلو دانو کښتونو ته سخت زیان اړولی، او حاصلات یې نه دي کړي. د کروندګرو په وینا، سږ کال یې په غنم، مۍ او کنځلو کې تاوان کړی دی.
په کندز کې یو شمېر کروندګرو، چې پخوا په خپلو کروندو کې په کښتونو بوخت وو، اوس د غواګانو فارمونو جوړولو ته مخه کړې ده. د چهاردرې ولسوالۍ یو اوسېدونکی، محمد نبي، چې پدې وروستیو کې یې د ۳۰ غواګانو یو فارم جوړ کړی وايي، که څه هم د فارم جوړولو لګښتونه زیات دي، خو ګټه یې له زراعتي کښتونو څخه زیاته ده.
نور پورته کول