د لاس رسي وړ اتصالات

د ګندنې حاصلات زیات شوي دي‌، خو بازار نه لري – د بلخ ځینې کروندګر


د ګندنې حاصلات زیات شوي دي‌، خو بازار نه لري – د بلخ ځینې کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر چې په خپلو ځمکو کې یې ګندنې کرلي‌ دي، وايي چې په بازار کې ددغو سبزۍ بیه ډېره ټیټه ده او دوی خپل کړي لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر چې په خپلو ځمکو کې یې ګندنې کرلي‌ دي، وايي چې په بازار کې ددغو سبزۍ بیه ډېره ټیټه ده او دوی خپل کړي لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

د بلخ ولسوالۍ یو کروندګر نظر محمد وايي چې په دوه جریبه ځمکه کې یې ګندنه کرلې ده، ددغه کروندګر په وینا سږ کال د ګندنو حاصلات زیات دي، خو په خبره یې د ګندونو بیې ټیټي شوي دي او خپل کړي لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

هغه وویل« دوه جریبه ځمکه کې مې ګندنه کرلې ده. حاصلات ښه دي خو بازار یې نشته دی. ډېر مصرف مې پرې کړی دی. مزدوران مې ورته نیولي دي، کود مې ورکړی دی،‌ خو بازارونه نشته دی».

دغه کروندګر وايي چې اوس په بازار کې د ګندنې من په سل افغانۍ دی او دی خپل لګښتونه هم لا نه دي ترلاسه کړی، ددغه کروندګرو په خبره سږ کال له تاوان سره مخ دی،‌ ځکه د ګندنې راشنه کېدو وخت نور خلاص شوی دی.

په بلخ کې زیات شمېر کروندګر خپلې یوه اندازه ځمکې د ژمي موسم کې شنو سبزیجاتو ته ددې لپاره ځانګړې کوي، چې د ژمي موسم لګښتونه ترې لاسته راوړې، خو دغه کروندګر ډېری وخت د بیو له کموالي شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG