د ملګرو ملتونو د مخدره توکو د څار ادارې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۲) وویل چې په افغانستان کې د اپینو بیې مخ په لوړېدو دي او د طالبانو د مقاماتو له خوا د کوکنارو په کښت د بندیز وروسته "لویه ګټه" جنایي ډلو ته رسیږي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په شمال کې د تاجیکستان سرحد سره نږدې د تخارد ولایت په مرکز د تالقانو په ښار کې یې ۶۲۹۹ کیلو ګرامه اپین چې د مایع ګاز په یو ټانکر کې ځای پرځای شوي وو کشف او ضبط کړي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د فبرورۍ پر ۱۲ (سلواغه ۲۴) ویلي دي چې د دوحې بهیر کاري ډلې په غونډه کې یې له افغانستان سره د مخدره توکو پرضد مبارزې په برخه کې د مرستې کولو ژمنه بیا تکرار کړې ده.
د کندهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې په دغه ولایت کې د څلورو ټنو څخه د زیاتو نشه يي توکو د ضبطولو خبر ورکړل او ویلي دي چې دا توکي له ګاونډي هیواد پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق پر مهال د ښورابک په سرحدي ولسوالۍ کې د امنیتي ساتوونکو لاس ته ورغلي دي.
د کندز ولایت د لرې پرتې ولسوالۍ دشت ارچي په نهرې کهنه سیمه کې یو تن کروندګر او مالدار، سید احمد په خپلې یواندازه ځمکه کې د وزو د نسلګیرۍ یو فارم جوړ کړی. د هغه په خبره، وروسته له هغې چې په کروندې کې یې زیات تاوانونه وکړل نو دغه فارم یې جوړ کړ، چې اوس ورته د پام وړ ګټه رسوي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وايي، که لا نورې دولتي ځمکې په اجاره ورکړل شي او لاسنیوی يې وشي، نو په ټوله کې د سټروسو او په ځانګړي توګه د مالټو بڼوالي به زیاته شي.
په ننګرهار ولایت کې د ګنیو یو شمېر کروندګر وايي، که د ګاڼیو او نورو اړینو وسایلو مرسته ورسره وشي، نو د دوی اقتصادي وضعیت به ښه شي. دغه کروندګر زیاتوي چې د ګنیو د سږني فصل په لومړیو کې د بازار وضعیت خراب و، خو تمه لري چې په راتلونکو میاشتو کې به ښه شي.
د کندز ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې د چرګانو د فارمونو مالکان وايي، چې د سږ کال په ژمي کې د چرګانو خرڅلاو کچه ټېټه شوې ده. ددغه ولایت چهاردرې ولسوالۍ یو تن فارم لرونکی، عصمت الله، وايي، چې د هغه په فارم کې څلور زره چرګان روزل شوي، خو د خرڅلاو د نشتون له امله تر اوسه نه دي پلورل شوي.
په کندز کې یو شمیر کروندګر وایي، چې د ژمي په موسم کې ددې لپاره د پلاستیک لاندې سبزي کري، چې نه یوازې په وخت حاصل ته رسېږي، بلکې په بازار کې هم په ښه بیه خرڅیږي.
په کندهار کې ځینې بڼوال په ښه بیه د انارو د پلورلو لپاره، خپل حاصلات په دودیزه بڼه ساتي، ځکه د سړې خونې د نشتون له امله، دوی اړ دي چې انار د ژمي تر لومړۍ میاشتې پورې په همدې دودیزو طریقو وساتي.
په ننګرهار ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي، د بازارونو خرابوالي له امله يې سږ کال تاوانونه کړي دي. کروندګر وايي، د بهرنیو هېوادونو څخه د سبزیو وارداتو د دوی پر کورنیو محصولاتو اغېز کړی او سږ کال یې ان خپلې لګښتونه هم نه دي پوره کړي.
په کندهار کې هغه کروندګر چې پخوا به یې کوکنار کرل وايي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکیلې له بندیز وروسته، بدیلو کښتونو د دوی اقتصادي ستونزې نه دي حل کړې.
نور پورته کول