د کندهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوې خبرپاڼې کې ادعا شوې ده چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته قاچاق کېدونکو څه باندې څه باندې څلور ټنه نشه يي توکي نیولي دي.
دغه ریاست د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۱( سلواغې ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا ۴۲۱۱ کیلو ګرامه نشه یي توکي د ښورابک ولسوالۍ د پنځمي حوزې اړوند ډیورنډ کرښې ته څېرمه نیول شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " په یادوو نشه یي توکو کي ۳۶۷۶ کیلو ګرامه چرس، ۸۵ کيلو ګرامه تاریاک او ۴۵۰ کیلو ګرامه ایف شامل دي. یاد نشه یي توکي د پاکستان څخه په قاچاقي ډول را اړول شوي وو، چې د امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو. د یادولو ده، چي قاچاقبران ئې د سیمي څخه تښتېدلي دي."
د راپورونو په اساس، په تیرو دریو کلونو کې لومړی ځل دی، چې په کندهار کې په دومره لویه کچه نشه يي توکي نیول کیږي. د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله او اپینو تولید او کاروبار بندیز ولګاوه.
ملګرو ملتونو ویلي چې ددغه بندیز وروسته په دغه هیواد کې د کوکنارو په کښت او اپینو تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی. خو ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت او اپینو په کارو بار باندې د بندیز وروسته په دغه هیواد کې په مصنوعي ډول د نشه يي توکو په ځانګړي ډول متامفتامین د تولید په زیاتیدو او سیمې ته د قاچاق په اړه اندیښنه ښودلې ده.
ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په دې اړه په یو وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان او ددغه هیواد په نږدې ګاونډیو هیوادونو کې د متامفتامین قاچاق دولس برابره زیات شوی دی.
همداشان په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کشف او ضبط کچه په وروستیو پنځه کلنو کې په کال کې د ۲.۵ ټنو څخه ۲۹.۷ ټنو ته لړه شوې ده.
همدا تیره ورځ اوزبیکستان امنیتي چارواکو ویلي چې ۶۰۰ کیلو ګرامه چرس یې کشف او ضبط کړي دي.
د منځنۍ اسیا رسنیو د یکشنبې په ورځ فبرورۍ نهم ( سلواغې ۲۱) د اوزبیکستان امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې د دغه هیواد د دولتي خدماتو ادارې او د ګمرک کمېټې د سرخان دریا په سمه کې ۶۰۰ کیلو چرس کشف او ضبط کړي دي.
د اوزبیکستان د ګمرک کمېټې ویلي چې دا چرس، چې ارزښت یې ۱۶.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي، غالباً له افغانستان څخه اوزبیکستان ته قاچاق کېدل. د چارواکو په وینا، دا چرس د جاروګانو د لاستو په منځ کې پټ کړل شوي وو.
تر دې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په وروستیو کې د ایراني رسنیو سره په خبرو کې له افغانستان او پاکستان سره په ګډو پولو کې د نشيي توکو پر قاچاق اندېښنه ښودلې وه او ادعا یې کړې وه چې لا هم په افغانستان کې په پراخه کچه د نشه يي توکو زیرمې شته دی.
علي اکبر پورجمشیدیان ویلي: " سره له دې چې د افغانستان رهبر د نشه يي توکو کښت منع اعلان کړی خو زمونږ په باور لا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو ډېرې زیرمې شته چې له ختیځو پولو ایران ته لېږدول کیږي او دا موضوع د پولو امنیت، زموږ د هېواد امنیت او دغه راز زموږ ټولنیز امنیت تر اغیز لاندې راولي."
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید او هم قاچاق صفر ته نږدې شوی دی.
ملګرو ملتونو د نشه یي توکو جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر۲۷(لیندۍ اووم) په یو راپور کې ویلي چې په افغاسنتان کې په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوی، چې ورسره د ۲۰۲۳ کال په پرتله د اپینو تولید کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
همداشان دغې ادارې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه په یو راپور کې چې د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر شپږم (لړم ۱۶) خپور شوی ویلي وو چې په دغه هیواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د۲۰۲۳ کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
دغه دفتر ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو. ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې پر ۲۳۲ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.
فورم \ دبحث خونه