د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ۳۵٪ یې ښځې دي


عکس: ارشیف - افغانستان کې د کوکنارو کښت
عکس: ارشیف - افغانستان کې د کوکنارو کښت

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د نشه يي توکو او ورڅخه د ناوړې کار اخیستنې او غیرقانوني نشه يي توکو د قاچاق د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې د یو او دوو میلیونو ترمنځ افغانان په نشه يي توکو روږدي دي چې ۳۵ فیصده یې ښځې دي.

یومانا د چهارشنبې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د کابل د جنګلک په سیمه کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې له یو روغتون څخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې د لیدنې یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې ده.

د جنګلک په سیمه کې په دې روغتون کې د اوږدو کلنو راهیسې په نشه يي توکو باندې د اخته کسانو درملنه کیږي. یوناما ویلي چې په افغانستان کې ددې سره سره چې د اپین تولید کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی، خو لا هم په دغه هیواد کې د یو میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې کسان چې ۳۵ فیصده یې ښځې دي نشه يي توکي کاروي.

یوناما ویلي: "د نشه يي توکو څخه د ناوړې کار اخیستنې او غیرقانوني نشه يي توکو د قاچاق د نړیوالې ورځې پر مهال مونږ د نشه يي توکو څخه پاکې نړۍ ته ژمن یو. په افغانستان کې د [ناروغانو] بهبود لپاره اغیزمنه پاملرنه او د ادغام امکانات او له هغې وروسته ملاتړ [د روږدو کسانو د درملنې وروسته] ډیر زیات مهم دی. خو په دغه هیواد کې د درملنې امکانات محدود پاتې شوي دي".

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د ټولنې څخه د نشه يي توکو د ریښو د ایستلو لپاره د سیانس او څیړنو سربیره بشري حقونو ته درناوی هم مهم ګڼلی دی او ویلي دي چې ددغې پدیدې د ټولنیزو، اقتصادي او روغتیايي اغیزو د کمیدو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده او زیاته کړې ده چې ددغې ستونزې څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره ډله ییز اقدام ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۲۷ (مرغومې شپږم) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د نشه يي توکو د اعتیاد له امله د پام وړ ستونزو سره مخ دی او نشه يي توکو په دغه هیواد کې له هرو دریو کورنیو څخه یوه زیانمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمال څخه زیږیدلې ناروغۍ هم زیاتې شوي دي.

دغې ادارې ویلي: "د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ۲۰۲۱ کال راهیسې ۷۴ زرو کسانو سره چې د نشه يي توکو د ګواښ او یا د نشه يي توکو د استعمال څخه د زیږیدلو اختلالاتو سره مخ و، د نشه يي توکو د مخنیوي او د متعادینو د درملنې د بهیر د پیاوړي کیدو په برخو کې مرسته کړې ده".

دغې ادارې ویلي چې د نشه يي توکو کارول د انسانانو په ژوند باندې ناوړه اغیز کوي او د ایچ آی وي(HIV)، تور ژړي او د نورو ساري ناروغیو په ګډون د عصبي او فزیکي اختلالاتو سبب ګرځي، چې پایله یې د نشه يي توکو اړوند ناروغیو څخه مړینه، بې کارۍ، بدنامۍ، جرمونه او تاوتریخوالی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په دغه راپور کې ویلي چې افغانستان کې د اوږدو لسیزو جګړو او بې ثباتۍ افغانان په پراخه کچه روحي ناروغیو د ستونزو سره لکه اضطراب، خپګان او د پیښو وروسته د فشار د اختلالاتو د نشه يي توکو د کارولو په برخه کې زیانمنوونکي کړي دي.

دغې ادارې ویلي چې د افغانستان د نفوس ۶۰ فیصده یې له ۲۵ کلنو ښکته عمرونه لري چې له همدې امله دا هیواد په نړۍ کې د نشه يي توکو په برخه کې یو ترټولو ځوان او چټک وده کوونکی نفوس لري چې د مخنیوي هڅې یې خورا مهمې دي.

دغې ادارې ویلي چې د کورنیو د مهارتونو د پروګرامونو له لارې د نشه يي توکو د کارولو، جرمونو او تاوتریخوالي د مخنیوي په برخو کې په دغه هیواد کې په ملي کچه کار کوي.

افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمالولو په اړه تازه سروې نه ده شوې، خو په دغه هیواد کې د نشه يي توکو د استعمال په باب یوه سروې چې په ۲۰۱۴ کال کې شوې ښیي چې په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر درې میلیونو ته لوړ شوی دی.

دا سروې چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د قانون د ټینګښت د ادارې په مرسته شوې ښيي چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو په موده کې په افغانستان کې تر یو نیم میلیون پورې نوي کسان په مخدره موادو روږدې شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په پرله پسې ډول په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر نږدې پنځه میلیونه ښودلی او ویلي دي چې ددغه شمیر یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د معتادینو د درملنې ۱۱۰مرکزونه فعال دي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG