د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د اپینو د تولید په اړه په یو راپور کې چې د یوناما له خوا د چهارشنبې په ورځ نومبرشپږم (لړم ۱۶) خپور شوی ویلي چې په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی، خو په دې راپور کې د اپینو په تولید کې د زیاتوالې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) ویلي چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.
دغه دفتر ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا د کوکنارو په کښت د بندیز وروسته په ۲۰۲۳ کال د کوکنارو په کښت کې د ۹۵ فیصده کموالي وروسته دا زیاتوالی راغلی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې ددغه زیاتوالي سره سره په افغانستان کې د کوکنارو کښت لا هم د ۲۰۲۲ کال پرتله ډیر کم دی. په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې پر ۲۳۲ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې د دفتر مشرې غاده ولي ویلي: "په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په ټیټه کچه پاتې دی، مونږ فرصت او مسوولیت لرو چې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړو ترڅو له غیرقانوني بازارونو پرته، د عاید دوامداره سرچینې رامنځ ته کړي. د افغانستان ښځې او نارینه لا هم له سختو مالي او بشري ننګونو سره مخ دي، له دې امله بدیل معیشت ته بیړنۍ اړتیا ده".
افغانستان کې کوکنارو د کرکیلې د جغرافیه بدلون
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر د ترسره شوې سروې د موندنو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو د جغرافیه مرکز د جنوب لودیځو ولایتونو څخه چې د ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د کوکنارو د کښت مرکز وو، شمال ختیځو ولایتونو ته تغیر موندلی دی، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۹ فیصدو پورې کوکنار په کې کرل شوي وو.
ددې سروې له مخې په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو د سږکال په کښت کې د تیرکال پرتله ۳۸۱ فیصده په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله او کاروبار باندې بندیز لګولی وو، چې له امله یې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او د اپینو تولید کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی وو.
افغانستان کې د اپینو بیې
که څه هم د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر له خوا په دې خپور شوي راپور کې په افغانستان کې سږکال د اپنیو د تولید د کچې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو دغه دفتر په دغه راپور کې د اپینو د بیې په اړه ویلي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هر کیلو ګرام وچو آپینو بیه شاوخوا ۷۳۰ امریکايي ډالره ثابته پاتې شوې ده، چې د طالبانو د مشر له خوا د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د کوکنارو په کښت د بندیز دمخه همدومره اپین په سلو امریکايي ډالرو پلورل کیدل.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اپینو د بیې لوړوالي او د اپینو د زیرمو کمښت یادونه کړې او ویلي دي چې لوړه بیه او د اپینو د زیرمو کمښت کیدای شي چې بزګران وهڅوي چې له بندیز څخه سرغړونه وکړي په ځانګړي ډول ددغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو سره په پرتو لیرو سیمو کې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په دې خبرپاڼه کې ویلي: " دا یو مهم ثبوت دی چې د اپینو کښت په رښتیا کم شوی دی او د افغانستان ګاونډیان، سیمه او نړۍ به یې هرکلی وکړي".
میرمن اوتبایوا وړاندې ویلي: " مګر دا هم مونږ ته مهمه ده چې ومنو د افغانستان په کچه لیرې پرتې سیمې د ډیرو نورو فشارونو سربیره چې په کې خلک ورسره مخ دي ، د عاید د مهمې سرچینې څخه بې برخې شوي دي. که مونږ غواړو د کوکنارو کرلیکه په دوامدار ډول ټیټه وي ، له دغو ادمنو خلکو سره باید د نړیوالې ټولنې له خوا مرستې ترسره شي".
طالبانو حکومت تراوسه د ملګرو ملتونو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو امنیتي ساتوونکو د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل او مې په میاشتو کې د بدخشان په ولایت کې د کوکنارو د کښت له منځه کولو پرمهال د سیمې د بزګرانو له مقاومت سره مخ شو، چې له امله یې ددغه ولایت په دوو ولسوالیو کې بزګرانو او د طالبانو وسله والو ته مرګ ژوبله اوړیدلې وه.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د مشر له خوا د کوکنارو د کښت د بندیدو د فرمان وروسته په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راځي.
فورم \ دبحث خونه