د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان: له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق نه دی کم شوی


طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د کوکنارو کښت بند کړی، خو تاجیکستان وايي د نشه يي توکو قاچاق کم شوی نه دی
طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د کوکنارو کښت بند کړی، خو تاجیکستان وايي د نشه يي توکو قاچاق کم شوی نه دی

د تاجیکستان د مخدره موادو د کنترول اداره وايي سره له دې چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې یې د نشه يی توکو تولید منع کړی، خو له افغانستان څخه تاجیکستان ته د نشه يي توکو قاچاق کم شوی نه دی.

د تاجیکستان د اطلاعاتو، تحلیل او مخدره موادو د کنترول د ادارې مشر مقبل شاه میسر په یو خبري کنفرانس کې وویل: «له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د تریاکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، خو بیا هم تاجیکستان ته په افغانستان کې د تولید شويو هیرویینو، تریاکو او متامفتامین قاچاق کم شوی نه دی.»

نوموړي وویل د دې کار دلیل دا دی چې په افغانستان کې ډېر تولید کوونکي د متامفتامین څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي.

د تاجیکستان دغه اداره وايي چې په افغانستان کې یو ډول لابراتوارونه جوړ شوي، چې دا مخدره مواد په کې تولید کېږي او بیا افغانستان ته قاچاق کېږي.

د تاجیکستان مقامات وايي چې تېرکال ۲.۵ ټنه نشه يي توکي د تاجیکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې نیول شوي دي. دا نیول شوې اندازه په تاجیکستان کې تېرکال د ضبط شویو ټولو مخدره موادو نیمايي برخه جوړوي.

مقبل شاه میسر همدغه راز وویل چې د مخدره موادو سره د مبارزې د هڅو په برخه کې یې له افغان لوري څخه هېڅ ډول معلومات ترلاسه کړي نه دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په ۲۰۲۲ کال کې د یو فرمان له لارې په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کړ او د نشه يي توکو په استعمال، اخیستل او پلورل، واردات او صادرات او د تولید په کارخانو یې بندیز ولګوه. اخندزاده په خپل فرمان کې خبرداری ورکړی و چې له سرغړوونکو سره به د «شریعت په اساس» چلند کېږي او فصلونه به یې واړول شي.

تېرکال له نشه یي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې د متامفتامین تولید او قاچاق زیات شوي او په دغه هېواد کې د نشه يي توکو بڼه بدله شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG