د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: طالبان د تروریزم سره په جګړه کې د مسکو په متحدینو بدل شوي


روسیې فدراسیون د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او په مسکو کې یې هم د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.
روسیې فدراسیون د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او په مسکو کې یې هم د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.

د طالبانو او د روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه د روسیې د فدراسیون د جمهور رئیس ولادیمر پوتین په ګډون د یو شمیر لوړپوړو چارواکو د بیلابیلو څرګندونو په لړ کې افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي چې طالبان د تروریزم سره په جګړه کې د مسکو متحدین دي.

کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې چې د شنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (چنګاښ ۳۰) خپره شوې ویلي چې طالبانو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې یو شمیر تروریستان نیولي او د څرخي پله د زندان په انفرادي خونو کې یې ساتي.

ښاغلي ژیرنوف ویلي: "یقینآ چې د تروریزم پر وړاندې جګړه کې طالبان زمونږ متحدین دي. هغوی [طالبان] د تروریستي حجرو له منځه وړلو لپاره کار کوي".

کابل کې د روسیې سفیر په دغه مرکه کې په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې "داعش" پر وړاندې د طالبانو د حکومت د اقداماتو یادونه هم کړې او ویلي دي چې طالبان له افغانستان څخه ددغې ډلې د ایستلو هڅې کوي.

هغه ویلي: "امنیتي وضعیت د بدلیدلو په حال کې دی. داعش د طالبانو دښمن دی او هغوی یې د ایستلو لپاره پر دې ډلې فشار راوړي. ددې امکان شته چې هغوی [طالبان] پر هغوي [داعش] باندې فشارونه نور هم زیات کړي، که چیرې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان ملي شتمني [افغانستان بانک] نه وای کنګل کړی او په بندیزونو باندې یې ددغه هیواد ساه نه وی بنده کړې. حکومت [طالبانو] ددغو بندیزونو له امله کافي منابع نلري".

د روسیې سفیر په دغه مرکه کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د مبارزې په اړه هم څرګندونې کړي او ویلي دي چې د سټلایټ تصویرونه دا ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو ټول فصل له منځه وړل شوی دی.

هغه ویلي: "نږدې د کوکنارو ټول فصل له منځه وړل شوی دی. ممکن پنځه فیصده یا د هغې کم به پاتې وي دا د سټلایټ په تصویرونو کې لیدل کیدلی شي".

روسیې ته د طالبانو د چارواکو سفرونه

افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په دغه مرکه کې د روسیې فدراسیون ته د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو د سفرونو یادونه کړې او ویلي دي چې د طالبانو د پلاویو په سفرونو په ډیر فعال ډول کار روان دی.

دیمیتري ژیرنوف ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمايي کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو، د صنعت او سوداګرۍ، د سوداګرۍ او پانګونې د خونې رئیس او د المپیک د کمیټې رئیس روسیې ته سفرونه کړي دي.

هغه ویلي چې تیرکال د طالبانو د پلاویو سفرونه ددې څخه زیات وو. دیمیتري ژیرنوف د روسیې په کازان کې په اقتصادي غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون یادونه هم کړې ده.

اقتصادي اړیکې

سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي چې پر افغانستان د لویدیځو هیوادونو بندیزونو پر وړاندې د مبارزې په لړ کې روسیې او د طالبانو حکومت پریکړه کړې چې د امریکايي ډالر په ځاې په راکړه ورکړه کې د روسیې د روبلز څخه کار واخلي. هغه ویلي چې د روسیې او طالبانو د حکومت ترمنځ اقتصادي اوسوداګریزې اړیکې پراخه شوي دي.

دیمیتري ژیرنوف ویلي: "زمونږ صادرات په چټکۍ د ودې په حال کې دي".

افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د داعش او د نشه يي توکو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د مبارزې ستاینه په داسې حال کې کړې چې ټولیز امنیت تړون د سازمان عمومي منشي له افغانستان څخه د ترهګرۍ د پراختیا او د نشه ‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې او دغه هېواد یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بې‌ثباتۍ اصلي سرچینه بللې ده.

د روسیې دولتي‌ خبري اژانس تاس د جمعې په ورځ جولاۍ ۱۹ (چنګاښ ۲۹) راپور ورکړی چې ایمان‌ قلي تاسماګامبتوف دغه راز ویلي چې په افغانستان کې تروریزم او نشه ‌يي‌ توکي د سیمې د هېوادونو لپاره هم جدي ګواښ دی.

د ټولیز امنیت تړون د سازمان دغه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د افراطیت ایډیالوژي، د تروریزم ګواښونه او د نشه ‌يي توکو قاچاق نه یوازې کم شوي‌ نه دي بلکې نوې بڼې یې موندلې دي.

ایمان ‌قلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې زیاته کړې ده چې د ټولیز امنیت تړون سازمان له افغانستان څخه د دغو ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړې ده.

د هغه په وینا دغه سازمان د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پوله کې د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو لپاره هم عملي‌ اقدامات ترسره کړي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG