د لاس رسي وړ اتصالات

د ټولیز امنیت تړون سازمان: افغانستان د منځنۍ آسیا هېوادونو د بې‌ثباتۍ اصلي سرچینه ده


عکس: ارشیف - د ټولیز امنیت تړون سازمان یوه غونډه
عکس: ارشیف - د ټولیز امنیت تړون سازمان یوه غونډه

د ټولیز امنیت تړون د سازمان عمومي منشي له افغانستان څخه د ترهګرۍ د پراختیا او د نشه‌يي موادو د قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې او دغه هېواد یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بې‌ثباتۍ اصلي سرچینه بللې ده.

د روسیې دولتي‌ خبري اژانس تاس د جمعې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۹) راپور ورکړی چې ایمان‌قلي تاسماګامبتوف دغه راز ویلي چې په افغانستان کې تروریزم او نشه‌يي‌ مواد د سیمې د هېوادونو لپاره هم جدي ګواښ دی.

د ټولیز امنیت تړون د سازمان دغه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د افراطیت ایډیالوژي، د تروریزم ګواښونه او د نشه‌يي موادو قاچاق نه یواځې کم شوي‌ نه دي بلکې نوې بڼې یې موندلې دي.

ایمان‌قلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې زیاته کړې ده چې د ټولیز امنیت تړون سازمان له افغانستان څخه د دغو ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړې ده.

د هغه په وینا دغه سازمان د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پوله کې د ناندریو د له منځه وړلو لپاره هم عملي‌ اقدامات ترسره کړي‌ دي.

له دې وړاندې هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د تروریزم، له تاوتریخوالي ډک افراطیت،‌ د نشه‌يي‌ موادو قاچاق او دې ته ورته نورې غیرقانوني کړنې به پر سیمې باندې منفي اغیزې وکړي.

د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف د روان عیسوي کال د مې په ۳۱ (غبرګولي ۱۱) افغانستان د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د بې‌‌ثباتۍ د سرچینې په توګه یاد کړ او د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ د پولې باندې یې د امنیتي تدابیرو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې وه: "زیاتو افراطي ډلو هلته (په افغانستان کې) ځای موندلی دی او په ګاونډیو هېوادونو کې یې د خپلې مفکورې د ترویجولو لپاره هڅې زیاتې کړې دي."
له دې وړاندې د قرغیزستان یو لوړپوړي امنیتي چارواکي‌ هم په افغانستان کې په ځانګړې توګه د دغه هېواد په شمال کې د تروریستي ډلو د حضور او فعالیت پر زیاتوالي‌ اندېښنه ښودلې وه او هغه یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ګواښ بللی و.

طالبانو تراوسه د ټولیز امنیت تړون د سازمان عمومي منشي‌ د څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې وه چې په افغانستان کې اوس "خپل‌سرې" ډلې ځای نلري او له دغه هېواد څخه "د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی."

د هغه په وینا طالبان د منځنۍ آسیا له زیاتو هېوادونو سره نیکې دیپلوماتیکې اړیکې لري او د دغو هېوادونو چارواکو ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ متوجه نه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG