د لاس رسي وړ اتصالات

قرغیزستان: له افغانستان سره تړلي د داعش ډلې ۱۵ شکمن ملاتړي نیول شوي


د قرغیزستان امنیتي ځواکونه (عکس: ارشیف)
د قرغیزستان امنیتي ځواکونه (عکس: ارشیف)

قرغیزستان د جمعې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۵) وویل چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې ۱۵ شکمن ملاتړي یې نیولي چې ځینې یې له افغانستان سره اړیکه لري.

د اسلامي دولت یا داعش ډله د روسیې په پلازمینه مسکو کې د مارچ د میاشتې له خونړي برید راهیسې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې په مهمې امنیتي اندېښنې بدله شوې ده.

د قرغیزستان د امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل: "په مجموعي ډول ۱۵ تنه په پلازمېنه بشکیک او د هېواد په څو نورو برخو کې نیول شوي دي... د دغې ډلې یو مشر په افغانستان کې د اسلامي دولت د یو غړي تر امر لاندې وو."

په خپرپاڼه کې راغلي: "د ملي امنیت دولتي کمیټې د یوې پټې افراطي ډلې فعالیتونه پای ته رسولي، چې غړو یې په فعاله توګه د داعش ایډیالوژۍ ته وده ورکوله."

د داعش خراسان څانګه د ملګرو ملتونو لخوا "په افغانستان او منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوی ترهګریز ګواښ" ګڼل شوی او د منځنۍ اسیا د هغو هېوادونو لپاره یو له مهمو امنیتي ننګونو څخه دی چې له افغانستان سره پوله لري.

د مرکزي اسیا دغو هېوادونو په تیرو څه باندې دوو کلونو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د داعش ډلې د احتمالي حضور په اړه اندېښنې ښودلي او په دې اړه یې غونډې کړي دي.

امریکايي استخباراتي‌ مقاماتو هم د داعش خراسان څانګه په سیمه کې د عمده خطر په توګه یاده کړې او اندېښنه یې ښودلې چې دغه ډله فرصت ته په تمه ده چې پر لوېدیځ برید وکړي.

په روانه اونۍ کې د متحده ایالاتو په لاس انجلس، نیویارک او فلاډلفیا ښارونو کې په همغږو عملیاتو کې له داعش ډلې سره د تړاو په تور د اتو کسانو له نیول کېدو وروسته، امریکايي سناتور لندسي ګراهام ددغو کسانو نیول له افغانستان سره اړوند وګڼل.

د طالبانو مقاماتو که څه هم وخت په وخت یې د داعش د ځپلو لپاره د عملیاتو خبر ورکړی، خو په مکرر ډول یې ویلي چې د نورو هېوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې استعمالېدو ته اجازه نه ورکوي او هېوادونه یې په افغانستان کې د داعش په "لوی ښودلو" تورن کړي دي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې په مسکو کې د موسیقۍ پر یو تالار په برید کې د لږ تر لږه ۱۴۴ کسانو له وژل کېدو وروسته چې داعش یو مسئولیت منلی، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د داعش د ډلې په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوي دي.

مسکو په لومړي سر کې ددې برید په تړاو اوکراین پړ وباله خو وروسته یې پړه پر داعش واچوله او ددې ډلې څو تنه شکمن غړي چې ونیول چې د تاجیکستان اتباع وو.

قرغیزستان چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، په مذهب نه ولاړ (سیکولر) قانون لري او د هېواد په جنوبي سیمه کې چې زیاتره مذهبي کسان پکې اوسیږي، د جهادیانو د نیول کیدو لړۍ عامه ده.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، که څه هم امنیت ښه شوی خو د داعش په شمول ځینې وسله والې ډالې په دغه هېواد کې د بریدونو د مسئولیت اخیستلو ته دوام ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG