د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډله ادعا کوي چې بامیان کې په بهرنیو سیلانیانو برید دوی کړی


د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه ادعا کوي چې د بامیان په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې برید دوی کړی.

پدې برید کې چې د همدې تیرې جمعې په ورځ د بامیان په ښار کې په سیلانیانو چې په بازار کې یې سودا اخیسته وشو، درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان پکې ووژل شول.

د داعش – خراسان څانګې په اعلامیې کې چې یکشنبه مې ۱۹ ( غوایي ۳۰) په ټیلګرام کې خپره شوې راغلي چې د دې ډلې وسله والو په "مسیحو سیلانیانو او د هغو په شعیه ملګرو په ټوپک برید کړی".

د داعش په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې برید د ائتلافي هیوادونو په اتباعو شوی چې هدف یې د امریکا په مشرۍ هغو ائتلافي هیوادونو دی چې په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې په خلاف جنګیږي.

د داعش په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې دا برید د مشرانو د لارښوونې سره سم شوی چې غوښتي یې دي د "ائتلافي هیوادونو په اتباعو په هر ځای کې چې امکان وي، برید وکړئ".

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په برید کې ټول شپږ تنه وژل شوي و چې درې یې بهرنیان او درې یې افغانان و. دوه وژل شوي افغانان ملکیان او دریم یې د طالبانو غړی و.

د وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د برید په تړاو اووه مشکوک کسان نیول شوي چې یو یې په همدې پیښې کې ټپي شوی هم و. هغه ویلي چې د طالبانو حکومت پدې هکله "جدي" پلټنې پیل کړیدي.

اروپایي اتحادیې د بامیان په ولایت کې د دریو بهرنیو سیلانیانو او د هغوي افغان ژباړونکي وژل کیدو په سختو ټکو غندلي دي.

د دې اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ادارې ویاندې نبیله مسرالي په یوې اعلامیې کې "په سختو ټکو" د دې کسانو د وژل کیدو غندلو تر څنګ د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو سره خواخوږي ښودلې.

په اعلامیې کې راغلي، " مونږ د هغو کورنیو او خپلوانو په غم کې شریک یو چې خپل خپلوان یې پدې برید کې وژل شوي او ټپي شویدي".

د اروپایي اتحادیې تر څنګ متحده ایالاتو هم په بامیان کې ددې کسانو په وژل کیدو "ژور خفګان" څرګند کړی.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د اکس په شبکې کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ ویلي چې "تشدد ځواب ندی".

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو ویلي چې د بامیان په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې برید کې ټپي شوي کسان چې دې روغتون ته د درملنې لپاره ور وړل شوي، وضعیت یې ښه دی.

په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون مسؤل دیجان پانیک تیره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټپي شوي سیلانیان د هسپانیې، لیتوانیا، ناروې، اسټرالیا او افغانستان اتباع دي.

ښاغلي پانیک ویلي چې دا ټپي شوي کسان د ایمرجنسي روغتون ته د برید څخه تقریباً لس ساعته وروسته ور رسیدلي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ټولو ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت ښه دی خو یوازینی ټپي افغان تبع دی چې په برید ښه کاري ټپي شوی او وضعیت یې جدي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG