د لاس رسي وړ اتصالات

د بامیان په برید کې د ژوبل شويو سیلانیانو وضعیت ښه دی- روغتون


دا د طالبانو تر واکمنۍ راهسیې لومړنی برید دی چې په بهرنیو سیلانیانو کیږي.
دا د طالبانو تر واکمنۍ راهسیې لومړنی برید دی چې په بهرنیو سیلانیانو کیږي.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسؤلین وایي د بامیان په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې برید کې ټپي شوي کسان چې دې روغتون ته د درملنې لپاره ور وړل شوي، وضعیت یې ښه دی.

په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون مسؤل دیجان پانیک شنبه مې ۱۸ ( غوایي ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټپي شوي سیلانیان د هسپانیې، لیتوانیا، ناروې، اسټرالیا او افغانستان اتباع دي.

ښاغلي پانیک ویلي چې دا ټپي شوي کسان د ایمرجنسي روغتون ته د برید څخه تقریباً لس ساعته وروسته ور رسیدلي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ټولو ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت ښه دی خو یوازینی ټپي افغان تبع دی چې په برید ښه کاري ټپي شوی او وضعیت یې جدي دی.

دې سیلانیانو د بامیان ښار په بازار کې سودا اخیسته چې یو وسله وال پرې برید وکړ.

د آنا – فرانس بریل په نامه د فرانسې یوه سیلانۍ چې د برید پر مهال په سیمه کې وه له دوبۍ څخه یې د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې برید ګر پلی روان و او وروسته تر هغه یې په دوی ډزې وکړلې چې موټرو ته نږدې شو.

دا ۵۵ کلنه سیلانۍ چې د دوو نورو امریکایي سره یو ځای د شنبې په ورځ د کابل څخه په الوتکې کې دوبۍ ته ولیږدول شوه، وایي چې د برید په ځای کې هرې خوا وینې پرتې وې.
هغې زیاته کړه، "یو شي واضح دی : د بریدګر هدف بهرنیان و".

دا میرمن وایي چې د برید څخه وروسته یې د خپلو ملګرو شیان راټول کړل چې په ونیو لت پت و، بیا طالبانو کابل ته یوړل او د اروپایي اتحادیې استازو ته یې وسپارل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په برید کې ټول شپږ تنه وژل شوي و چې درې یې بهرنیان او درې یې افغانان و. دوه وژل شوي افغانان ملکیان او دریم یې د طالبانو غړی و.

د وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د برید په تړاو اووه مشکوک کسان نیول شوي چې یو یې په همدې پیښې کې ټپي شوی هم و. هغه ویلي چې د طالبانو حکومت پدې هکله "جدي" پلټنې پیل کړیدي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړه او د طالبانو حکومت یې هم ملامتي په چا نده اچولې خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو راهیسې په افغان ملکیانو او طالب چارواکو د اکثریت بریدونو د کولو ادعا د داعش – خراسان څانګې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG