د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې ځايي سرچینو د جمعې په ورځ، نومبر۲۲ (لیندۍ دوېیمه) وویل چې ناپیژاندو وسله والو په یو جومات کې ۱۱ کسان وژلي دي.
عیني شاهدان وايي چې پیښه د پنجشنبې د شپې ناوخته په زاړه نهرین کې د سید پاچا اغا په زیات کې دننه په یو جومات کې رامنځته شوې ده.
ددغې سیمې یو مخور حاجي ارباب نقشبندي امریکا غږ ته وویل چې د پیښې پر مهال په دغه جومات کې ۱۱ تنه د ذکر د حلقې لپاره راټول شوي وو، چې یو وسله وال جومات ته ورننوت او په راټولو شويو کسانو یې ډزې وکړې.
هغه وویل: "د جومات په دننه کې یې د ذکر حلقه لرله، نن شپه یې ذکر درلود. متاسفانه متاسفانه چې نن شپه د هغوی شمیر لس یوولس تنه وو، هر وخت به ۲۰- ۳۵ کسان په کې ټولیدل... یو څوک راځي او جومات ته ننوځي او د جومات په کونج کې ټول ضربه کوي او له منځه وړي."
د نقشبندي د وینا له مخې، له پیښې څخه د سیمې اوسیدونکي هغه مهال خبر شول، چې د جمعې د ورځې د سهار لمانځه لپاره خلک دغه جومات ورغلل. عیني شاهدان وايي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه سهار مهال د پیښې ځای ته ورغلي او پلټنې یې پیل کړي دي.
طالبانو په پیښه کې د وژل شویو د کورنیو غړو ته د مړو د ښخولو اجازه ورکړې، چې د یو شمیر وژل شویو کسانو د جنازې لمونځ د جمعې د ورځې د لمانځه وروسته ترسره شوی دی.
د طالبانو امنیتي ادارو تراوسه ددې پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د سیمې د اوسیدونکو د معلوماتو پراساس، ددې پیښې ټول قربانیان د تصوف د طریقي پیروان وو. په ټولنیزو شبکو کې دغې پیښې ته په منسوب شویو ویډیويي تصویرونو کې چې امریکا غږ ته هم رسیدلي، لیدل کیږي چې قربانیان د عبادت پرمهال وژل شوي دي.
د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو د ادعا له مخې، بریدکوونکي د برید پرمهال په پرمختللو او پرته له غږ وسلو سمبال وو، چې له همدې امله هغوی ددغه برید پرمهال ډزې نه دي اوریدلي. د دغو شاهدانو د وینا له مخې، بریدګر د برید وروسته له سیمې تښتیدلي دي.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو ددغې سیمې له اوسېدونکو غوښتي وو، چې په دغه زیارت کې دې د ذکر د حلقې له ترتیبولو څخه ډډه وکړي.
همداشان تراوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. دمخه د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې په کابل کې د تصوف پیروانو په جوماتو د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی وو.
د بغلان ولایت د نهرین د ولسوالۍ په زاړه ښار کې د نږدې ۷۰ کلنو راهیسې خلک د سید پاچا اغا زیارت ته د عبادت لپاره ځي. د سیمې اوسیدونکي وايي چې سید پاچا اغا د پروان ولایت د صوفیانو د سیمې اوسیدونکی وو، چې د مړینې وروسته یې د نهرین په ولسوالۍ کې په قبر باندې د هغه د مریدانو له خوا زیات جوړ شوی دی.
فورم \ دبحث خونه