د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مذهبي لیدلوری د منځني ختیځ د پیښو په اړه د دې ډلې پر دریځ اغېز لري – شنونکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د طالبانو حکومت پر اسرائیل د حماس د بريد د پيل او د هغه وروسته پیښو په اړه په احتیاط غبرګون ښودلی، چې د ځينو شنونکو په اند دغه غبرګونونه د دغې ډلې د "مذهبي لیدلوري" تر اغېز لاندې دي.

د طالبانو حکومت د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته دغه پېښه په کلکه وغندله او د هنیه وژنه یې "یوه لویه ضایعه" وبلله، خو د لبنان د شیعه ډلې حزب الله د مشر حسن نصرالله په وژنې یې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ډله ده، هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د سیاسي چارو کارپوه اصف مبلغ وايي، چې "د طالبانو د ډلې مذهبي لید لوري" د دغې ډلې پر ستراتیژیک دریځ اغېز کړی دی. هغه په لبنان باندې د اسرائیل د ځمکنيو عملياتو په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلاميې ته په اشارې چې د حسن نصرالله نوم په کې ندی ذکر شوی وویل، دا ځکه چې نصرالله شيعه و.

د افغانستان د چارو شنونکی ضیا بدخش وايي، د حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه د طالبانو د غبرګون نه ښودل په سیمه کې "د شیعه مذهبي غورځنګونو په وړاندې د طالبانو دیني او اعتقادي دریځ" په ډاګه کوي.

بدخش وايي چې طالبان "د دیوبندي مکتب پیروان" دي او د هغه په وینا د "هر شیعه غورځنګ، حتا په هر هدف او د نړۍ په هر ځای کې چې وي" د طالبانو لپاره هیڅ دیني توجیه نه لري.

بدخش د طالبانو افراطي لیدلوري ته په اشارې سره وايي: "طالبان شیعه ګان مسلمانان نه ګڼي او له دین څخه بهر یوه ډله یې ګڼي چې حتی وژل یې مباح دي."

د طالبانو په چلند د ایران نیوکه

په عین حال کې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازی او په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمی قومی د ایران له دولتي خبری اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې د طالبانو په چلند نیوکه وکړه او ویې ویل: "د یو واحد توکم، یوې ژبې، یو واحد جنسیت او یو واحد مذهبي نظام د هغو خلکو اړتیاوې نه پوره کوي چې ژبني، توکمیز او مذهبي تنوع لري. په دې خاطر په افغانستان کې د توکمیزو، مذهبي او ژبنیو اقلیتونو په وړاندې تبعیض باید ختم شي."

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد د سفیر حسن کاظمي قمي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو حکومت ټولو افغانانو ته د خپل "رعیت" په نظر ګوريږ هغه د قومي د څرګندونو د ردولو په ترڅ کې ویلي چې هیڅ څوک نشي کولای چې د افغانستان د اوسیدونکو پر وړاندې توپیري چلند وکړي.

د شدیدو مذهبي توپیرونو سره سره، د ایران شیعه حکومت یو له لومړنیو هیوادونو څخه و چې په افغانستان کې د طالبانو د سني ډلې له واکمن کیدو وروسته یې له دې ډلې سره اړیکې ټینګې کړې.

بدخش وايي، د ایران او طالبانو د حکومت تر منځ اړیکې "ژورې ستراتیژیکې او هدفمندې اړیکې" نه دي او د ده په وینا ایران له افغانستان سره تر ډیره دا اړیکې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

بدخش وویل چې افغانستان ایران ته چې د لویدیځ له خوا له سختو بندیزونو له فشار لاندې دی "د ایراني تولیداتو په یو ګټور بازار" بدل شوی دی. هغه زیاته کړه چې د ایران سیاسي ګټې د دې هیواد اوسني وضعیت ته په کتو سره په دې کې دي چې باید له طالبانو سره د یو افراطي سني غورځنګ په توګه ښکیل نه شي ځکه چې ایران دا مهال د نړۍ په نورو برخو کې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی دا وړتیا نه لري چې په خپل ګاونډ کې بله جګړه رامنځته کړي.

مبلغ وايي، چې قمي "د طالبانو ډلې ته د یو تبلیغ کوونکي او دغې ډلې ته په تهران کې د افغانستان د سفارت د سپارلو د بهیر" له پلویانو څخه ګڼل کېږي او کیدای شي چې د هغه دغه نظر په افغانستان کې دننه په نورو ترهګرو ډلو باندې د طالبانو سترګې پټولو په اړه "په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو شتون ته اشاره وي."

ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې د جیش العدل ډلې د فعالیتونو له امله له امنیتي کړکېچ سره مخ دی، هغه ډله چې تل د ایران پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

مبلغ وايي، ایران د داعش پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ له طالبانو تمه درلوده چې په افغانستان کې به بلوڅ وسله وال وځپي، چې د ده په وینا تر اوسه یې دا غوښتنه نه ده پوره شوې.

بلخوا د برلین پوهنتون استاد اسحاق اتمر د قمي دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې "دا یواځې ایران ندی چې په سیمه کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو نه اندېښمن دی، بلکې د پاکستان په ګډون د سیمې نور هېوادونه هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه ډېرې اندېښنې لري.

اتمر ویلي، چې "طالبان نه یوازې له ترهګرو سره د مبارزې لپاره، بلکې د افغانستان لپاره هم کوم پلان نه لري" او دا کار په پراخه کچه په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېږي. اتمر د طالبانو حکومت د افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره یوه ناورین وباله.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له پراخو اندېښنو سره سره، د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG