د لاس رسي وړ اتصالات

د قمي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی


حسن کاظمي قمي د ایرنا خبري اژانس سره سره په مرکه کې ویلي چې د سیمې د هېوادونو ډیپلوماتان کابل او کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له چارواکو سره لکه څنګه چې تمه کېږي هغسې کتنې نشي ترسره کولی.
حسن کاظمي قمي د ایرنا خبري اژانس سره سره په مرکه کې ویلي چې د سیمې د هېوادونو ډیپلوماتان کابل او کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له چارواکو سره لکه څنګه چې تمه کېږي هغسې کتنې نشي ترسره کولی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد د سفیر حسن کاظمي قمي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو حکومت ټولو افغانانو ته د خپل رعیت په نظر ګوري او له دغه هیواد څخه هیڅ کوم ګاونډي هیواد ته کوم امنیتي ګواښ متوجه نه دی.

حسن کاظمي قمي د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې نهم) د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې په افغانستان کې د قومي او ژبني توپیري چلند او هم د افغانستان له خاورې ګاونډیو هیوادونو ته د ګواښونو په اړه ویلي و چې په کار نه دي افغانستان کې یوازې د داعش په ضد دریځ ونیول شي او د نورو په اړه چوپتیا غوره شي.

حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان د څانګې پر وړاندې د طالبانو روانې مبارزې ته په کتنې، ویلي دي: "نشي کیدلی چې د داعش پر وړاندې دریځ ونیول شي او د هغو جریانونو پر وړاندې چې د ګاونډیانو امنیت یې تر ګواښ لاندې راوستی، چوپتیا غوره شي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په یو ویډیوي پیغام کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد د سفیر حسن کاظمي قمي دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو حکومت ټولو افغانانو ته د خپل رعیت په نظر ګوري او هېڅوک نشي کولای، چې له افغان وګړو سره تبعیضي چلند وکړي.

هغه ویلي: "د هیواد د هر وګړي حقه حقوق خوندي دي. الحمدالله د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه [طالبانو حکومت] د هیواد په ټوله جغرافیه او سرحداتو کنټرول لري هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر وړاندې وکاروي او یا هم له افغان خاورې تهدیدونه ورته متوجه کړي".

ضیا احمد تکل ویلي چې د تیرو دریو کلنو په جریان کې د طالبانو حکومت په دې توانیدلی چې له ګاونډیو، د سیمې او د نړۍ له هیوادونو سره اړیکې ورغوي ترڅو د هیواد د ملي منافعو د تحکیم لپاره او دغه راز د افغانستان او د سیمې د بیا رغونې او اروپا لپاره دغه اړیکې موثرې او ګټورې تمامې شي.

حسن کاظمي قمي د ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د سیمې د هېوادونو ډیپلوماتان کابل او کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له چارواکو سره لکه څنګه چې تمه کېږي هغسې کتنې نشي ترسره کولی.

هغه ویلي: "اوسنی سرپرست حکومت [ طالبانو حکومت] تراوسه په دې نه دی توانیدلی چې د خبرو اترو میز ته د ستراټيژیکو خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي".

همداشان کاظمي قمي ویلي چې ایران ته یو زیات شمیر افغانان چې هغه یې په دغه هیواد کې شمیر شپږ میلیونه تنه ښودلی په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړلو له امله ګډه شوي دي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه د حسن کاظمي قمي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ایران په تیرو دریو کلنو کې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي د طالبانو د حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي دي، خو ایران کله کله په دغه هیواد کې د تروریستي پیښو په تړاو د طالبانو د حکومت په دریځ باندې ناخوښي هم څرګنده کړې ده. تهران د کرمان په ولایت کې د تیرکال تروریستي بریدونو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلاميې باندې ددې له امله انتقاد کړی و چې په دې اعلامیه کې دغه برید ته د یو تروریستي برید اصطلاح نه وه کارول شوې.

همداشان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د اسرائیل په یو برید کې د حزب الله د ډلې د مشر حسن نصرالله د مړینې په تړاو کومه ځانګړې اعلامیه نه ده خپره کړې او ددغه برید پڼخه ورځې وروسته یې د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن باندې د اسرائیل د بریدونو غندنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان اسلامي امارت[ طالبانو حکومت] پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د صهیونیستي رژیم [اسرائیل] هوایي بريدونه او د لبنان پر خاوره ځمکنی يرغل د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو او اخلاقي موازینو خلاف د بشر ضد عمل بولي او په کلکو ټکو یې غندي".

په دې اعلامیه کې د اسرائیل په هوايي برید کې د حزب الله د ډلې د مشر حسن نصرالله وژل کیدو ته اشاره نه ده شوې. د ضیا بدخش په نوم د سیاسي کارو یو کارپوه امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو دا ډول دریځ د ایران د ناخوښۍ سبب ګرخي. هغه ویلي چې د طالبانو دا ډول دریځ د شیعه ګانو د غورځنګونو پر وړاندې د طالبانو د دینې او اعتقادي نظریاتو زیږنده دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG