د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو باندې برید ته غبرګونونه


عکس: ارشیف - د بامیان ولایت
عکس: ارشیف - د بامیان ولایت

د بامیان په ښار کې د جمعې په ورځ د بهرنیو سیلانیانو په یوې ډلې باندې وسله وال برید ته چې له امله یې درې تنه سیلانیان ووژل شو او یو بل ټپي شو په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دا "تروریستي مرګونی" برید بللی او ویلي دي چې دغه برید ورته ټکان ورکړی دی.

یوناما ویلي: "مونږ ددغه برید قربانیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ددغې پيښې په پلټنو کې مرسته کوو".

کابل کې د جاپان سفارت هم د ایکس په پاڼه کې دا وسله وال برید په سختو ټکو غندلی دی.

دغه سفارت ویلي: "مونږ ددې برید قربانیانو او ټپیانو کورنیو ته د خپلې خواشینۍ مراتب وړاندې کوو. تاوتریخوالی باید سمدستي بند شي".

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د بامیان په ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو باندې وسله وال برید یو تروریستي برید ګڼلی او هغه یې په سختو ټکو غندلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني مرستیال امرالله صالح دغه برید ته په غبرګون کې ویلي چې دغسې یوه پیښه د تمې پرخلاف نه وه. هغه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د " تروریست سره د تروریست" کښیناستل یوه خطرناکه او ناسمه مفکوره ده.

هغه ویلي: "کله چې یوه تروریستي ډله د نړیوالو سیلانیانو د امنیت د ساتلو لپاره ټاکل کیږي، د یوې ویرونکې پیښې انتظار کیدلی شي".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، په یو ویدیویي پیغام کې چې امریکاغږ ته یې استولی د بامیان د پیښې په اړه تازه معلومات شریک کړي او ویلي یې دي چې د بامیان ولایت په ډزو کې «درې تنه افغان وګړي او درې تنه بهرني سیلانیان ووژل شول او په یاده پیښه کې درې تنه افغان ملکیان او څلور تنه بهرني سیلانیان ټپیان شول.»

قانع زیاته کړه، چې: «پولیسو د لومړنیو څیړنو په بنسټ د پیښې په تړاو اوه کسان نیولي چې په نیول شویو کسانو کې یو ټپي هم دی.»

ښاغلي قانع همداشان وویل چې ددې پیښې ټپیان کابل ته انتقال شوي او روغتیایي حالت یې د اطمینان وړ دی او د مړو جسدونه عدلي طب ته انتقال شوی دي.

د بامیان ولایت کې یوې سرچینې ویلي چې دا برید د جمعې په ورځ په محلي وخت د غرمې وروسته شاوخوا ۶:۱۰ بجې د بامیان د «سربازار» په سیمه کې شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو داسې تصویرونه خپاره کړي چې ددې پېښې څخه څو دقیقې وروسته شیبې ښيي او لږ تر لږه دوه کسان د بامیان په بازار کې د یو (تونس) ډوله موټر تر څنګ پر ځمکه پراته لیدل کیږي.

د هسپانیې حکومت د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې وژل شوي کسان د دغه هیواد اتباع وو.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په پیښه کې یو ټپي شوی بهرنی سیلانی هم د دې هیواد اوسیدونکی دی.

د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانچیز د ایکس په شبکې کې لیکلي چې په افغانستان کې په هسپانوي سیلانیانو باندې د برید د خبر په اوریدو یې "ټکان" خوړلی دی.

اروپايي ټولنې، د بامیان په ولایت کې د دریو بهرنیو سیلانیانو او د هغوي افغان ژباړونکي وژل کیدو په سختو ټکو غندلي دي.

د دې ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ادارې ویاندې نبیله مسرالي په یوې اعلامیې کې "په سختو ټکو" د دې کسانو د وژل کیدو غندلو تر څنګ د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو سره خواخوږي ښودلې.

په اعلامیې کې راغلي: "مونږ د هغو کورنیو او خپلوانو په غم کې شریک یو چې خپل خپلوان یې پدې برید کې وژل شوي او ټپي شویدي".

همداشان د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د ایکس په شبکې کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ ویلي چې " تاوتریخوالی حل نه دی".

هغه ویلي: "متحده ایالتونه په بامیانو کې په وسله وال برید کې د ملکي افغانانو او بهرنیو پر مرګ- ژوبلې، ژوره خواشیني څرګندوي. موږ د هغو په فکر کې یو چې عزیزان یې له لاسه ورکړي. تاوتریخوالی حل نه دی".

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د یو پیغام په ترڅ کې دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او د طالبانو حکومت هم تراوسه ددغه برید په تړاو د ملامتۍ ګوته کوم چا یا کومې ډلې ته نه ده نیولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG