د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن باید افغانستان او پاکستان کې د افراطیت ضد مبارزه ګړندۍ کړي - څېړنه


د کندهار په هوايي ډګر کې د ډرون مخې ته یو امریکايي سرتیری (عکس:‌ ارشیف)
د کندهار په هوايي ډګر کې د ډرون مخې ته یو امریکايي سرتیری (عکس:‌ ارشیف)

د امریکا لوړپوړو پخوانیو پالیسي جوړوونکو په یوه تازه څېړنه کې ویلي چې متحده ایالتونه باید په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو د جګړې په اړه تشویش پای ته ورسوي او په افغانستان او پاکستان کې له مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د تروریزم ضد هڅې ګړندۍ کړي.

د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوايي ۲۵) خپرې شوې څېړنې څرګنده کړه چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د بیرته ستنیدو پلوي نه کوي، کومه چې د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې پر اساس له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له وتلو او طالبانو بیا واکمن کېدو سره پای ته ورسېده.

خو ویل شوي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې باندې له زیات تمرکز وروسته، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالتونو اوس خپل ټول پام له چین سره سیالۍ، پر اوکراین باندې د روسیې یرغل او د اسرئیل او حماس جګړې ته اړولی دی.

د متحده ایالتونو د سولې په انسټیټیوټ کې په ۲۰۲۲ کې پیل شوې دغې څېړنې په راپور کې ویل شوي: "پریکړه کوونکو مقاماتو او د ملي امنیت ادارو کارکوونکو دواړو د تروریزم پر ضد د ۲۰ کلنې جګړې څخه د صدمې لیدلو نښې څرګندې کړي دي. د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال غمجن پای هم دا یوه زهرجنه مسله ګرځولې او د پالیسۍ له اجنډا او عامه انظارو څخه ددې سیمې د لیرې ساتلو لېوالتیا یې پیاوړې کړې ده."

خو، په څېړنه کې ویل شوي چې افراطي خوځښتونه "په داسې طریقو د پیاوړتیا په حال کې دي چې د متحده ایالاتو او متحدینو ګټو ته ګواښ پیښوي" او دغو خوځښتونو په افغانستان کې "د دوباره تنظیمېدو، دسیسې جوړولو او همکارۍ لپاره یو لړ نوي فرصتونه موندلي دي."

په څېړنه کې د طالبانو سرسختې مخالفې ډلې، د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې ته اشاره شوې چې په افغانستان کې یې خوندي پټنځایونه موندلي او د مارچ په میاشت کې یې په مسکو کې په یو لوی برید کې لاس درلود. څیړنې د "تحریک طالبان پاکستان" ډلې نوم هم یاد کړی چې د اسلام اباد په وړاندې وسله واله مبارزه کوي.

راپور پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې د ګواښونو په وړاندې د ځواک پر کارولو "لږ محدودیت" وساتي، دودیزې جګړې ته ستنه نشي خو د پيژندل شویو مستقیمو ګواښونو پروړاندې باید نظامي اقدام وکړي.

په څېړنه کې همدارنګه "د قوت ښودلو" لپاره د بې پیلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو وړاندیز شوی ترڅو د طالبانو پر مشرانو فشار راوړل شي چې له القاعدې سره خپلې دوامدارې اړیکې پرې کړي.

د پاکستان سره چلند

په څېړنه کې، له افغانستان څخه له وتلو وروسته، په سیمه کې د امریکا په استخباراتي او نورو وړتیاوو کې د کمښت یادونه شوې، او غوښتنه شوې چې د اورپکو په وړاندې د مبارزې او د پاکستان هوایي حریم ته د امریکا د اوږدمهاله لاسرسي په خاطر، پکار ده چې واشنګټن یو ځل بیا له اسلام اباد سره کار وکړي.

پاکستان د افغانستان د جګړې په ترڅ کې د امریکا مهم ملاتړی بلل کیده، خو امریکايي چارواکي له اوږدې مودې راهیسې په دې باور وو چې اسلام اباد دوه مخی سیاست کوي او طالبان ژوندي ساتي.

د بایډن ادارې د پاکستان سره د ښکیلتیا لپاره لږ لیوالتیا ښودلې ده. د نړۍ په پنځم ستر نفوس لرونکي هیواد کې داخلي سیاسي ګډوډیو د واشنګټن لیوالتیا نوره هم پیکه کړې ده.

د څیړنې یوې مشرې او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لورل میلر وویل: "د امریکا د حکومت په لوړو مقامونو کې اوس مهال داسې ډیر خلک شته چې په افغانستان کې د ۲۰ کلنې تجربې پراساس له پاکستان څخه نفرت کوي."

میلر چې دا وخت د "اسیا بنسټ" د څېړنیزې ادارې مشره ده، فرانس پرس ته وویل: "د پاکستان په اړه یو قوي احساس دا دی چې له متحده ایالاتو سره ریښتینی ندی. خو ځینې نه بدلیدونکي واقعیتونه شته، او یو دا چې پاکستان د افغانستان، چې دا وخت د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی، په ګاونډ کې دی."

هغې زیاته کړه: "نو زه فکر کوم چې له پاکستان سره د داسې اړیکو له لرلو پرته بله چاره نشته چې له مخې یې امریکا په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندي کولو توان ولري."

میلر وویل چې د پاکستان په اړه د متحده ایالاتو پالیسي، د هند د "پرېکنده" مخالفت له کبله هم اغیزمنه شوې ده. نوي ډیلي له واشنګټن سره ملګرتیا پیاوړې کړې او له خپل ګاونډي او تاریخي رقیب سره یې د متحده ایالاتو په اړیکو نیوکه کړې ده.

د څېړنې له مخې، متحده ایالات باید پاکستان ته خبرداری ورکړي چې که په دغه هیواد کې میشت وسله وال بیا په هند برید وکړي نو دا کار به یې "جدي منفي عواقب" ولري.

په دغه څېړنه کې د امریکا د پوځ متقاعد ډګر جنرال مایکل ناګاتا، د پاکستان د پاره د امریکا پخوانۍ سفیرې ان پیټرسن، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر مایکل مک کینلي او یو شمېر نورو مشهورو څېړونکو برخه اخیستې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG