د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان امریکا ته: افغانستان د تروریستانو مرکز ندی


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د متحده ایالاتو د افشا شویو نظامي معلوماتو هغه ارزیابي رد کړه چې پکې ویل شوي د اسلامي دولت یا داعش ډله د افغانستان د خاورې څخه په متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د بریدونو د پلان او همغږۍ کولو لپاره کار اخلي.

د راپورونو له مخې پدې اسنادو کې ویل شوي چې د افغانستان خاوره د داعش – خراسان څانګې لپاره په مرکز بدله شوې او له همدې ځای څخه د متحده ایالاتو او اروپایي اهدافو پر ضد تروریستي بریدونه همغږي کوي. په اسنادو کې دا ګواښ پراخیدونکې اندیښنه بلل شوې.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه اپریل ۲۳ (غوایي۳) دغه ارزیابي جعلي او تبلیغاتي کمپاین وباله.

ښاغلي مجاهد پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، "په داسې زماني مقطع کې بې مسئولیته ادعاوې او خودساخته اسناد خپرول د هغو استخباراتي مغرضو کړیو کار بولو چې په افغانانو یې ښه حالت نه لوریږي. د افغانستان اسلامي امارت په هیواد باندې بشپړ کنترول لری او هيڅ چاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان د کوم بل هیواد د امنیت په ضد استعمال شي".

مجاهد همدرانګه لیکلي چې داعش ډله په افغانستان کې "سخته ځپل شوې او د محوې کیدو په حال کې ده".

د طالبانو ویاند دا هم ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې دې ډلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په ټول هیواد کې یې امنیت ټینګ کړی او زیاته کړې یې ده چې د کوچني اختر په ورځو کې هیڅ ډول امنیتي پیښه په هیواد کې نده شوې.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دا افشا شوی سند یې تر لاسه کړی په یو راپور کې د همدې سند پر اساس لیکلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډله د بهرنیو عملیاتو لپاره په کم لګښته لارو چارو کار کوي او د خپل اړتیا وړ منابع له بهر څخه تمویلوي. په رپوټ کې همداشان ویل شوي چې داعش پلان لري چې د خپلو اړوند شبکو له لارې د هدف لاندې هیوادونو کې خپل عملیات پراخ کړي.

پدې افشا شوي سند کې د داعش ډلې د هغو کوښښونو څخه پرده پورته شوی چې غوښتل یې په بهرنیو هیوادونو کې په کلیساګانو، سفارت خانو، سوداګریزو مرکزونو او په قطر کې د فوټبال په نړیوال جام چې د تیر کال په نومبر کې ترسره شو، بریدونه وکړي.

په رپوټ کې د امریکا د پوځ ارزونې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د ۱۵ همغږي شوي پلانونه هم افشا کړي دي.

سره لدې چې امریکایي چارواکو تر اوسه د دې افشا شوي سند ريښتينولي ندی تائید کړې خو د داعش-خراسان څانګه د پخوا راهیسې د متحده ایالاتو د پوځ لپاره یوه اندیښنه ده.

دا لومړی ځل ندی چې د داعش ډلې پر سر د متحده ایالاتو د پوځ او طالبانو تر منځ اختلافات پیدا کیږي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا د مارچ میاشتې په لومړیو کې امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستان څخه بهر د امریکا متحده ایالاتو پر ګټو او نورو لوېدیځو هیوادونو د برید توان پیدا کړي.

جنرال کوریلا زیاته کړې وه چې داعش ډله له افغانستان څخه د خپلو جنګیالیو ایستلو ته نژدې شوې ده چې په خبره یې په اروپا او اسیا کې به د امریکا او لوېدیځو هیوادونو ګټې هدف وګرځوي.

تر دې مخکې د امریکا د نظامي استخباراتو رئیس سکاټ بریر هم د فبروري میاشتې په وروستیو کې د داعش د خراسان څانګې د وړتیا په اړه د کانګرس غړو ته ویلي وو چې یاده ډله پر غرب د برید لپاره وخت ته منظره ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایي چارواکو د دې څرګندونو په غبرګون کې وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او شمېر یې د پخوا په پرتله په مراتبو کم شوی دی.

ذبیح الله مجاهد پدې هکله په ټویټر کې لیکلي و، "د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي".

تر دې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت (CSTO) تړون هم ویلي و چې د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.

د روسیې تاس خبري آژانس د دغه تړون د لوی درستیز ناتولي سدروف له قوله ویلي و چې د داعش ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د هغه په خبره د تاجیکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د داعش خراسان څانګې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي چې اکثریت دغه بریدونه پر ملکي کسانو، د شیعه اقلیتونو پر عبادت ځایونو، ښوونځیو، سفارتونو او نورو عامه ځایونو شوي دي.

طالبانو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د داعش خراسان څانګه له منځه وړې ده او هغوی په افغانستان کې "فزیکي او علني" حضور نلري، خو دې ډلې په تیر یو نیم کال کې په افغانستان کې یو لړ خونړي بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG