د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا له وتلو وروسته ایا افغانستان د منځنۍ اسیا په ستونزه بدل شوی؟


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په مشرۍ پلاوي د مارچ په ۱۲مه په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په مشرۍ پلاوي د مارچ په ۱۲مه په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړې.

د افغانستان د منځنۍ اسیا ګاونډیان هیله من دي چې متحده ایالات به د سپتمبر د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او امریکا (سي۵+۱) په سرمشریزه کې د خپلو ژمنو پر بنسټ په دغه سیمه کې خپل رول پراخ کړي. له امریکا څخه په غوښتنو کې، افغانانو ته د بشري مرستو برابرول او له افغانستان څخه متوجه د ترهګرۍ له ګواښونو سره مبارزه شامله ده.

چارواکو له امریکا غږ سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې د ازبیکستان له لارې افغانستان ته نورې مرستې هم واستول شي. برسیره پر دې، واشنګټن کولی شي د منځنۍ اسیا هیوادونو سره پوځي مرستې پراخې او د سیمه ییز ارتباط د لا ټینګولو څخه په کلکه ملاتړ وکړي.

په داسې حال کې چې هېڅ هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، د منځنۍ اسیا هېوادونه له طالبانو سره د دوه اړخیزو ګټو لکه امنیت او سوداګرۍ پر بنسټ تعامل کوي. اووزبیکستان، چې له کابل سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، له لوېدیځ او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان منزوي نه کړي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو نږدې درې کاله وروسته، امریکايي چارواکي د منځنۍ اسیا له همکارانو سره خپلو روانو ګډو هلوځلو او مشورو ته په اشارې سره، ټینګار کوي چې دوی افغانستان په بشپړ ډول ندی پرې ایښي، خو دا مني چې د امریکا لومړیتوبونه اوس پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په څېر په نورو مسئلو باندې متمرکز دي.

د افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان ځانګړو استازو د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۷ مه په استانه کې د افغانانو د ملاتړ لپاره په خبرو کې برخه لرله.
د افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان ځانګړو استازو د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۷ مه په استانه کې د افغانانو د ملاتړ لپاره په خبرو کې برخه لرله.

د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د دفاع وزارت پخواني مرستیال ډیویډ سیډني وویل: "د امریکا لپاره به یوه یا دوه لسیزې وخت ونیسي چې دا حقیقت درک کړي چې موږ جګړه بایللې ده. موږ ۲۰ کاله وخت نیولی و چې موږ وکولای شول [له جګړې وروسته] په ګټور ډول په ویتنام کې دوباره ښکېل شو."

د امریکا د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د پروګرامونو مشر سکاټ وارډن په دې اند دی چې د منځنۍ اسیا حکومتونه د واشنګټن د نفوذ په اړه ناسمه محاسبه کوي.

وارډن امریکا غږ ته وویل: "په نړۍ کې ډیری مسلې داسې دي چې باید ټولې په یو وخت کې حل شي. دوی [متحده ایالات] ته د ښځو د حقونو په څېر مسئله مهمه ده خو ددې پر ځای یې اوس خپله توجه نورو داسې مسایلو ته اړولې چې د لاسته راوړلو او حل کولو ډیره وړتیا یې موجوده ده."

ورډن زیاته کړه: "روان وضعیت په واقعیت سره ډیر سخت دی. زما په نظر، بشردوستانه مرستو ته باید شرطونه ونه ټاکل شي. هر ډول اقتصادي بندیزونه هغه افغانان زیانمنوي چې موږ یې ملاتړ غواړو. دا یو ستونزمن توازن دی او له همدې امله زه فکر نه کوم داسې کومه بله د فشار وسیله موجوده ده چې دوی یې له استعمالولو درېغ کوي."

د متحده ایالاتو په شمول یو شمیر لویدیځ هیوادونه بشردوستانه مرستې د طالبانو چارواکو ته له ورکولو پرته، د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې په مستقیمه توګه ملکي افغانانو ته رسوي.

د نړیوالې پراختیا دپاره د امریکا د مرستو ادارې (َیو اس اې ای ډي) د شمېرو له مخې، متحده ایالاتو په ۲۰۲۴ مالي کال کې د افغانستان لپاره نږدې ۸۱ میلیون ډالر بشري مرستې چمتو کړي دي. د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې ددغو مرستو اندازه دوه میلیارد ډالرو ته رسیږي چې ۱.۵ میلیارد یې د یو اس اېډ او ۵۵۰ میلیون یې د بهرنیو چارو وزارت د نفوس او کډوالو د ادارې له لورې تمویل شوي دي.

د نړیوالې پراختیا دپاره د امریکا د مرستو اداره وايي: "په سیمه کې د موجودو نړیوالو همکارانو له لارې چمتو شوې دا مرسته د خورا بیړنیو اړتیاوو پوره کولو کې لګول شوې چې پکې د خوراکي توکو او نغدي مرستو برابرول، روغتیا پاملرنه، د ښځو او ماشومانو ساتنه، او د کرنې په برخه کې له افغانانو سره د وسایلو مرسته شامله ده."

د سیډني په څیر، وارډین وړاندیز کوي چې د واقعیتونو پر اساس چلند وشي. هغه وویل: "د امریکا او نورو نړیوالو شریکانو لپاره کافي فرصت شته چې له طالبانو سره کله چې وغواړي، خبرې وکړي. دا په نړیواله کچه سختو خبرو اترو برخه ده."

خو د مرکزي اسیا-قفقاز د انسټیټیوټ رئیس فریډریک سټار، چې له سیمې سره د امریکا د نږدې اړیکو ملاتړ کوي، افغانستان "اوس مهال په بشپړ ډول له پامه غورځول شوی" بولي.

سټار ټینګار کوي چې افغانستان د منځنۍ اسیا د سیمه ایز ادغام او ثبات لپاره مهم دی، هغه څه چې امریکا یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

سیډني وايي، نه یوازې په واشنګټن کې بلکې په نورو لویدیځو پلازمینو کې هم "ډیری خلک نه غواړي چې د افغانستان په اړه خبرې وکړي."

دغو کارپوهانو تېره اوونۍ په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د بهرنۍ تګلارې شورا په څېړنیز مرکز کې په خبرو کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د دوو لسیزو ښکېلتیا له کبله امریکا مسئولیت لري چې له شخصي ګټو ورهاخوا فکر وکړي.

سټار د هغو ګامونو ستاینه وکړه چې قزاقستان، ترکمنستان او اوزبیکستان له افغانستان سره په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او د اوبو د زېرمو په برخه کې پورته کړي دي.

خو نور کتونکي د طالبانو او تاجیکستان تر منځ د کړکېچ په اړه خبرداری ورکوي. تاجیکستان په رسمي ډول د طالبانو ضد وسله والې "ملي مقاومت جبهې" ملاتړ کوي او د پخواني حکومت د سفیر کوربه توب ته دوام ورکوي.

وارډن د واشنګټن لپاره څو کلیدي ګټې او موخې په ګوته کوي، چې ډیری یې د سیمې له ګټو سره سمون لري. لومړۍ او تر ټولو مهمه موخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او دا ډاډ ترلاسه کول دي چې د افغانستان خاوره بیا هیڅکله پر امریکا او متحدینو د بریدونو لپاره نه کارول کیږي.

په نورو کې د امریکايي برمته شویو په اړه خبرې اترې، د هغو افغانانو تخلیه چې امریکا د وتلو پر وخت ورسره ژمنه کړې وه، د ښځو او لږکیو حقونه، بشري مرستې او اقتصادي پرمختګ شامل دي.

د وارډن په وینا، شاید تر ټولو لنډه ګټه دا وي چې "د طالبانو څخه د غوښتنو او شرایطو په اړه یوه نړیواله دپلوماتیکه اجماع وساتل شي. پدې کې د داسې یوې ټولشمولې ټولنې جوړولو غوښتنه شامله ده چې د ځان، ګاونډیانو او امریکايي ګټو لپاره ګواښ نه وي."

وارډن وویل: "دا د پام وړ خبره ده چې په نړۍ کې هيڅ يو هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلی." هغه زياته کړه چې نوموړی د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه د غربي متحدينو د ټينګار او د ګاونډيو هېوادونو د اقتصادي او امنيتي اندېښنو ترمنځ توپير ويني.

د وارډن په نظر، متحده ایالات د بشردوستانه مرستو او تروریزم سره د مبارزې په اړه د "خاموشې ښکیلتیا" پالیسي تعقیبوي او عین وخت کې نه غواړي چې طالبانو ته مشروعيت ورکړي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې "ایا دا ډول توپیري چلند تر کومې دوام کولی شي؟"، وارډن باور څرګند کړ چې د سیمې هیوادونه به د وخت په تیریدو سره د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې واکمنانو سره اړیکې پراخې کړي. هغه وویل: "داسې نه ده چې دوی طالبان خوښوي، خو داسې فکر کوي چې له هغوی سره خبرې تر نه کولو غوره دي."

پرته له دې چې د امریکا ددې کال د ولسشمرۍ په ټاکنو کې څوک واک ته رسیږي، وارډن ددې امکان نه ویني چې له "کوم بیړني بحران" پرته به افغانستان ته د متحده ایالاتو پاملرنه زیاته شي.

هغه وویل: جمهوري غوښتونکي " د داسې رژیمونو سره چې موږ ورسره ډیر مشترکات نه لرو" له زور څخه کار اخیستلو ته ترجیح ورکوي "نو ددې احتمال شته چې د وسله والو مخالفینو د ملاتړ امکان به زیات شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG