د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي اتحادیې بامیان کې د بهرنیو سیلانیانو وژل کیدل وغندل


اروپایي اتحادیې د بامیان په ولایت کې د دریو بهرنیو سیلانیانو او د هغوي افغان ژباړونکي وژل کیدو په سختو ټکو غندلي دي.

د دې اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ادارې ویاندې نبیله مسرالي په یوې اعلامیې کې "په سختو ټکو" د دې کسانو د وژل کیدو غندلو تر څنګ د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو سره خواخوږي ښودلې.

په اعلامیې کې راغلي، " مونږ د هغو کورنیو او خپلوانو په غم کې شریک یو چې خپل خپلوان یې پدې برید کې وژل شوي او ټپي شویدي".

د اروپایي اتحادیې تر څنګ متحده ایالاتو هم په بامیان کې ددې کسانو په وژل کیدو "ژور خفګان" څرګند کړی.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د اکس په شبکې کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ ویلي چې "تشدد ځواب ندی".

سره لدې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ندي ویلي چې د بامیان په ښار کې وژل شوي سیلانیان د کوم هیواد / هیوادونو اتباع دي خو د هسپانیې حکومت د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې وژل شوي کسان د هسپانیې اتباع و.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په پیښه کې یو ټپي شوی بهرنی سیلانی هم د دې هیواد تبع دی.

په عین حال کې د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانچیز د اکس په شبکې کې لیکلي چې په افغانستان کې د هسپانوي سیلانیانو د خبرو په اوریدو یې "ټکان" خوړلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړې چې دا څلور تنه د بامیان په ښار کې په ډزو کې وژل شویدي.

په برید کې درې افغانان ټپي شوي هم دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې پدې سیلانیانو د ډزو کولو ادعا نده کړې او د طالبانو حکومت یې هم ملامتي په چا نده اچولې خو تر دې وړاندې په طالبانو او ملکیانو د یو شمیر بریدونو د کولو ادعا د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې وسله والو کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG