د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ ترکي چارواکو د افغانستان سره د مرستو او داعش سره د مبارزې په اړه غږېدلی


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ (عکس ارشیف)
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ (عکس ارشیف)

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي چې ترکیې ته په دوه ورځني سفر کې یې د دغه هیواد چارواکو سره په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو او په دغو سیلابونو کې د زیانمنو شویو کسانو سره د مرستو د برابرولو په ګډون د داعش د ګواښونو پر وړاندې د همغږو هڅو په تړاو هم خبرې کړي دي.

تامس ویسټ د جمعې د ورځې ناوخته مۍ ۲۴ (جوزا څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ترکیې د چارواکو سره یې په افغانستان کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه هم خبرې کړي دي.

هغه لیکلي: "نقره کې مې د دوو ارښتمنو ورځو په لړ کې په افغانستان کې مخې ته پرتې لارې په ګډون پر دغو مسایلو خبرې وشوې - ګډې دیپلماسۍ ته اړتیا، د داعش-خراسان ګواښونو په ضد همغږو هڅو، د افغانستان په شمال کې د ناورین وروسته مرستو نه ملاتړ او د افغانانو د انساني حقونو ملاتړ."

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش د ډلې پر وړاندې د همغږو هڅو په تړاو دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې په افغانستان کې د داعش د ډلې د کنټرول لپاره دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د شتون پرته نورې لارې هم شته.

همداشان جمهور رئیس بايدن ویلي: "دا ډیره ساده (خبره) ده. ددې یو دلیل شته چې ولې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده. ددې امکان چې څوک دې افغانستان متحد کړي خورا، خورا، خورا ناشونی دی."

جمهور رئیس بایډن د داعش د کنټرول د لارو چارو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. په افغانستان کې د داعش د کنټرولول د څرنګوالي په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن له څرګندونو وروسته، د طالبانو د حکومت ویاند ادعا وکړه چې په دغه هېواد کې داعش له منځه تللی او اړتیا نشته چې هیوادونه د افغانستان خاوره تعقیب کړي.

مجاهد د بایډن د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ته زیاته کړه: «کله چې امریکا دلته حضور درلود او خپل ځواکونه یې په افغانستان کې موجود وو، داعش دلته پیدا شو، پیاوړی شو او ځالې یې درلودې، فعالیت یې کاوه او عملیات یې ترسره کول، خو کله چې امریکا د افغانستان له خاورې ووتله، داعش هم د زوال سره مخ شو."

د طالبانو د حکومت ویاند لویدیځ هیوادونه په افغانستان کې د داعش د ګواښ په سترولو تورن کړي دي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د مۍ اووم (ثور۱۸) په یوه اعلامیه کې د اسلامي دولت یا د داعش د خراسان د څانګې له خوا د افغانستان په خلاف د پاکستان د خاورې څخه د کار اخیستلو ادعا کړې چې د پاکستان له خوا رد شوې ده.

همداشان د طالبانو د دفاع وزارت ددغې ادعا دمخه د دغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په دریو ګاونډیو هیوادونو باندې داعش سره د همکارۍ تور پورې شوي و.

متقي کابل کې د اپریل په ۲۵ د افغان – قزاق د تولیدي توکو د نندارتون د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې وویل: "په افغانستان کې الحمدالله د داعش ځالې نشته متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هیوادونه په نوبت سره په یو هیواد کې د داعش لپاره بشري قوت افراد برابریږي لکه چې مونږ او تاسو ولیدل چې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې یې غټ بریدونه ترسره کړل. بل هیواد د هغو لارو په سر باندې پروت دی چې د لارې په خرابولو کې افراد برخه نیسي او بل هیواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت د تمویل د پلان د جوړولو مراکز ورکړي دي".

په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ له منځه تللو په اړه د طالبانو د حکومت د چارواکو د ادعاو سره سره دغې ډلې یوازې د روانې میاشتې په اوږدو کې په بامیان کې بهرنیو تورستانو او د کندهار په ښار کې د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د بامیان په ولایت کې په یو برید کې د دریو هسپانوي سیلانیانو او درې افغانانو د ژول کیدو سربیره د څلورو نورو بهرنیو سیلانیانو په ګډون اوه تنه ټپیان شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG